پوسټ کوډ ۶۲۷۲۵
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲ غبرګولی ۱۳۹۲ ۱۲:۰۰

په میدان وردګو ولایت کې د درې پاکستانیانو په ګډون شپږ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې او اوه نور ژوندي نیول شوي دي

د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د زیارت غونډې په سیمه کې نن (سې شبنه) دوه پاکستاني وسله والو طالبانو چې شاوخوا سهار لس بجې د امنیتي ځواکونو پوستې ته څیرمه برید وکړ، د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې دواړه ووژل شول،چې جسدونه یې هم په سیمه کې پاتي وو.
یو بل وسله وال پاکستانی چي اسدالله نومیږي د جلریز ولسوالۍ په خرس خان سیمه کې هغه مهال ووژل شو،کله یې چې غوښتل دچاودیدونکو توکو یو ډک دیګ بخار د ولسوالۍ په لورې انتقال کړي،چې پرې خپله وچاودیده او نوموړی په کې ووژل شو.
د نرخ ولسوالۍ په دادل سیمه کې د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمنځ تېره شپه ناوخته په نښته کې د وسله والو طالبانو د ملاقیوم د ډلې اړوند درې کسان وژل شوي او د حزب اسلامي یو غړی هم ټپی شوي دی. 
په چک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې یوتن چې محمدسلیم نومیږي او دیادې ولسوالۍ د دوران خیلو سیمې اصلي استوګن دی نیول شوی،چې په لومړنیو پلټنو کې اعتراف کړی،چې د میدان وردګو لپاره د وسله والو طالبانو تش په نامه نومول شوي والي سره یې دنده اجرا کوله،یاد تن د نورو پلټنو په موخه ترې څیړنې رواني دي.
په همدې حال کې د نرخ ولسوالۍ په سره قلعه سیمه کې څلور شکمن کسان چې اته سوه کیلوګرامه پوتاشیم نایتریت یې انتقال کول، دامنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي او ترې پوښتنې او څیړنې رواني دي. 
په سیداباد ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د خپلو عملیاتو په ترڅ کې پنځلس حلقې د پرسونل ضد ماینونه،یو حلقه د وسایطو ضد ماین،نهه پاکټه چاودیدونکي توکې،پنخلس تختې دهاوان مرمۍ سره چاودیدونکي توکې،درې د هاوان مرمۍ،یو میل تفانګچه او یوه د کلاشینکوفي پرتله نیولي چې په تور یې هم دوه تنه شکمن کسان نیول شوي دي.
همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په پټانخیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې له وسله والو مخالفینو څخه یو میل پیکا دپنځه سوه مرميوسره،یو پرتله خالي راکټ انداز،شپاړس لییتره اته بوشکې ماینونه،یوه بوجې چاودیدونکي توکې،یو عراده موټر سایکل او یوشمیر نور د ملي نظامي
وسایل ترلاسه کړي خو په تړوا یې څوک ندي نیول شوي .
په همدې حال کې د نرخ ولسوالۍ په عمرخیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې شپږ فیره دسکر مرمۍ او یوه بوشکه چاودیدونکي توکې نیولي دي.
د یادونې وړده چې په تېرو اته څلویښت ساعتونو کې شاوخوا څلور دیرښ بوشکي او نور بېلابيل ماینونه د امنیتي ځواکونو لخوا کشف او پرته له کوم زیانه لمنځه وړل شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement