پوسټ کوډ ۶۲۵۹۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۳۹۲ ۱۶:۰۰

په کابل ولایت کې د یو ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

ياد ?وون?ي ?? درسي ?ول?ي، يوه اداري خونه، د احاط? ديوال، ورزشي لوبغالي او نور? ا?ين? اسانتياو? لري

 د کابل ولایت د بت خاک ولسوالۍ د بت خاک هلکانو لیسې نوې جوړه شوې ودانۍ
پرانیستل شوه.
د ښوونځي نوې ودانۍ په یو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول د ۹ میاشتو په موده کې جوړه شوې، چې ۲ زره زده کوونکو ته یې د لیک لوست خوندي چاپېریال برابر کړی. په نوې جوړه شوې ودانۍ ۲۶۰ زره امریکایي ډالر لګیدلي، چې د امریکې د فنکس کمپ لخوا ورکړل شوي.
یاد ښوونځی ۱۰ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د احاطې دیوال، ورزشی لوبغالی او نورې اړینې اسانتیاوې لري. 
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د نوموړي ښوونځي په انګړ کې جوړه شوې وه، د کابل ولایت د پوهنې رییس، یو شمېر سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement