پوسټ کوډ 62586
نیټه خپرول: دوشنبه 27 غبرګولی 139217:00

د جنرال دوستم شخصي ملیشو د جوزجان والي په کور باندې حمله کړې

د د? حمل? علت تر اوسه نه دي ?ر?ند، خو په وينا ي?،

چارواکي وايي، نن غرمه مهال د جوزجان د والي پر کور د جنرال دوستم د شخصي ملیشو له خوا وسله واله حمله و شوه چې ورسره د والي د ساتونکو او حمله کونکو تر منځ نښته را منځ ته شوه.
د جوزجان والي محمد عالم ساعي خبریالانو ته وویل؛ چې د دې حملې علت تر اوسه نه دی څرګند، خو په وینا یې، په ځوابي ډزو کې یو شمېر حمله کوونکي ټپیان شوي دي.
ښاغلي ساعي زیاته کړه، چې په ورته وخت کې د جنرال دوستم شخصي ملیشو د ملي امنیت پر ریاست هم حمله کړې.
چارواکي وایي، اوس مهال د ملي اردو ځواکونه په ښار کې ځای پر ځای شوي؛ څو امنیت خوندي کړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement