پوسټ کوډ ۶۲۲۵۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۱ غبرګولی ۱۳۹۲ ۱۰:۵۹

د ننګرهار ولایت په هسکې مینې ولسوالۍ کې وسله واله نښته شوې

نن سهار وختي امنيتي ?واکونو غو?تل، چ? په ياده ساحه ک? د سرحدي پوليسو پوستو ته اکمالات وک?ي، چ? د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شول او ن?ته پيل شوه.

د هسکې مینې ولسوالۍ د ګورګورۍ په ساحه کې د سهار له شپږو بجو راهیسې د وسله والو طالبانو او افغان ګډو ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته پیل شوې ده، چې اوس هم خال خال ډزې روانې دي.
د سیمې اوسیدونکي وايي، چې په دغه نښته کې د عامو خلکو کورونه لګيدلي او د ځینو څاروي هم په ډزو کې له منځه تللي دي.
بل خوا د هسکې مینې ولسوال یاده نښته تايیدوي او په خبره يې، چې نن سهار وختي امنيتي ځواکونو غوښتل، چې په یاده ساحه کې د سرحدي پولیسو پوستو ته اکمالات وکړي، چې د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شول او نښته پيل شوه.

ولسوال وايي، چې اوس نښته ارامه شوې ده او د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو که څه هم د یادې نښتې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ادعا يې کړې، چې پرون ټوله ورځ په هسکې مینې ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره جنګیدلي او په پایله کې څلور تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده. خو دولتي چارواکو دا ادعا نه ده منلې.
د ویلو ده،چې په تیره میاشت کې له هسکې مینې ولسوالۍ څخه شاوخوا شپیته کورنۍ د امنيتي ویرې له امله ښار او یو شمېر نورو سیمو ته کډه شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement