پوسټ کوډ 62228
نیټه خپرول: پنج شنبه 2 غبرګولی 139212:00

د کابل په هوايي ډګر کې لا هم جګړه روانه ده

حمله سهار وختي شاوخوا ?لور نيم? بج? پيل شوه اوله پيل سره سم ي? د درنو او سپکو وسلو غز?ونه اوريدلي دي.

کابل په نړېوال هوايي ډګر په شاوخوا کې د ډزو او چاودنو ږغونه اورېدل شوي دي، پوليس وايي ځينو سخت دريځو وسلوالو نن سهار وختي پر دې ډګر حمله پيل کړى دى.
په دې ميدان کې د ناټو د قوماندانۍ مرکزونه هم شته.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل؛ چې حمله کوونکو د هوايي ډګر په شمال کې په یوه نیم کاره کور کې ځای پر ځای شوي دي او ډزې کوي.
نوموړی وايي؛ ښايي د حمله کوونکو شمېر درې څلور کسان و اوسي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي وايي؛ چې دا وسلواله جګړه او بمي چاودنې دي.
د ده په خبره بريد د يوې ډلې ځان وژونکو له خوا شوى دى.
د سیمې ځینې خلک وايي؛ چې حمله سهار وختي شاوخوا څلور نیمې بجې پيل شوه اوله پيل سره سم یې د درنو او سپکو وسلو غزږونه اوریدلي دي.
وسلوالو طالبانو د حملې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی او ویلي یې دي حمله پر د هوايي ډګر په هغې برخې روانه ده چې په بهرنیو ځواکونو پورې اړه لري.



نور جزئيات ښايي وروسته راشي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement