پوسټ کوډ ۶۲۰۲۸
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۲ ۱۲:۰۰

د ناټو دفاع وزیران په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمختګ څیړي

په بروکسل ک? د نا?و د دفاع وزيرانو په غون?ه ک? د دوه ويشت هغو هيوادو استازي هم ??ون کوي، چ? د نا?و غ?ي نه دي او په افغانستان ک? پو?يان لري.

ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبې د جون پنځمه د ناټو دفاع وزیران په خپله غونډه کې په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمختګ وڅیړي.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزیف ډانفورډ په بروکسل کې خبریالانو ته یوه ورځ مخکې تر غونډې وویل، د ناټو دفاع وزیران به ښایي د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې وتوانیږي چې پریکړه وکړي، چې کوم هیوادونه ژمنه کوي چې په افغانستان کې بیا هم خپل حضور ولري، د افغانستان په کومه برخه کې خپل پوځیان وساتي او د دوی د روزنې او سلامشورې ورکولو ماموریت به څومره پراخ وي.
په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د دوه ویشت هغو هیوادو استازي هم ګډون کوي، چې د ناټو غړي نه دي او په افغانستان کې پوځیان لري.
په دې غونډې کې به افغان امنیتي ځواکونو ته د انتقال پر مسالې هم بحث وشي.
په کابل کې د ناټو د ملکي استازي ویاند ډومنیک میډلي ازادي راډیو ته وویل، غونډې ته به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان او د ناټو ملکي استازی، افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د وروستۍ مرحلې په اړه معلومات ورکړي:

 دفاع وزیران به د انتقال پر مسئله تمرکز وکړي ځکه چې موږ تمه لرو چې د مسوولیتونو د سپارلو وروستی پړاو به د ولسمشرکرزي له خوا ډېرژر اعلان شي او په ټول هېواد کې په اصطلاح د امنیتي چارو مشري افغانانو ته سپارل کېږي.

زه فکر کوم چې وزیران به د آیسف د ماموریت پر وروستیو تحولاتو او تر ټولو مهم له ۲۰۱۴ کال وروسته د دې ماموریت په اړه چې د قاطع ملاتړ په نوم یادېږي خبرې وکړي."
تمه ده، چې د بروکسل په نننۍ غونډه کې د افغانستان د فاع وزیر بسم اله محمدي، د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشره کاټرین اشټن او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی یان کوبیش هم برخه واخلي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وایي، ښایي ناټو د روان کال د جګړې فصل ته انتظار شي، څو د پوځي وضعیت له مخې پریکړه وکړي، چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته څومره ځواکونه په افغانستان کې وساتي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement