پوسټ کوډ ۶۲۰۱۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۳۹۲ ۰۸:۳۴

د جمهور رئیس حامد کرزی د ترکمنستان ته روان شو

حامدکرزي به په دغه سفرک? د ترکمنستان او تاجکستان له جمهورو رئيسانو سره هم و?وري، د دغ? پروژ? او د در? وا?و ه?وادونو ترمن? په ب?لاب?لو برخوک? د ا?يکو د پراختيا په باب به ورسره خبر? اتر? وک?ي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزی، د ترکمنستان، تاجکستان او افغانستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د جوړیدو د پروژې د پرانیستلو لپاره د یو دولتي لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، نن سهار ترکمنستان ته روان شو.
د هېواد جمهوررئیس د دغه سفر په لړکې د ترکمستان له جمهوررئیس قربان قلي بردي محمدوف او د تاجکستان له جمهوررئیس امام علي رحمان سره یو ځای، د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلې د جوړیدو دغه پروژه پرانیزي.
همدا راز حامدکرزی به په دغه سفرکې د ترکمنستان او تاجکستان له جمهورو رئیسانو سره هم وګوري، د دغې پروژې او د درې واړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخوکې د اړیکو د پراختیا په باب به ورسره خبرې اترې وکړي.
د افغانستان له جمهوررئیس سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر ریاست مرستیاله مېرمن حمیرا لودین اعتمادي ملګرتیا کوي.




برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement