پوسټ کوډ ۶۱۸۸۲
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۲ ۱۵:۴۲

وسله والو طالبانو ایران ته د خپل پلاوي سفر تایید کړ

طالبانو د روان? اون? په پيل ک? له ايراني چارواکو کتلي او خبر? ي? ک?? دي. احمدي ويلي، چ? د طالبانو استازو په تهران ک? په يوه مذهبي کنفرانس ک? ??ون وک?.

وسله والو طالبانو تایید کړې چې؛ خپل یو هیات یې د درې ورځنیو خبرو لپاره ایران ته استولی دی. ویل کېږي چې، په دې هیات کې د طالبانو د سیاسي برخې مشران شامل دي.
د وسله والوطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن رسنیو ته په استول شوې یوه بیان کې تایید کړه چې؛ طالبانو د روانې اونۍ په پیل کې له ایراني چارواکو کتلي او خبرې یې کړې دي. احمدي ویلي، چې د طالبانو استازو په تهران کې په یوه مذهبي کنفرانس کې ګډون وکړ.
له دې مخکې د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت ویلي وو؛ چې تهران ته د طالبانو د استازو د سفر د راپورونو په اړه له یې له ایران سره تماسونه نیولي دي.
د بهرنیوچارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې افغان حکومت به په دې اړه د ایراني چارواکو له وضاحت پرته څه ونه وايي:
د ایران یوه خبري آژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې؛ تهران د طالبانو د یوه پلاوي کوربه و. ویل شوي چې، په پلاوي کې د طالبانو د قطر د دفتر غړي هم شامل دي چې؛ مشري یې طیب آغا کوي.

د طالبانو استازو له دې مخکې په جاپان او بیا په فرانسه کې هم د حکومتونو او تحقیقاتي ټولنو په بلنه په نړیوالو غونډو کې ګډون کړی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement