پوسټ کوډ ۶۱۶۶۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۷ غبرګولی ۱۳۹۲ ۱۷:۵۴

په هلمند کې اتلس تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي

په ?رمسير ولسوال? ک? تيره ور? د افغان ?واکونو او وسله والو مخالفانو ترمن? ن?ته ک? اتلس تنه طالبان وژل شوي او اتلس نور ?پيان شوي دي.

د هلمند چارواکي وايي، چې په ګرمسير ولسوالۍ کې تیره ورځ د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ نښته کې اتلس تنه طالبان وژل شوي او اتلس نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، په دې نښته کې یواځي يو پوليس ټپي شوى دى.
طالبانو په دې پیښه کې د خپلو دوو ملګرو وژل کېدل تایید کړی دی.
له بلې خوا د جوزجان د امنیي قومندانۍ د امنیت امر سید زمان الدین حسیني وايي؛ چې نن سهار د شبرغان سرپل په لویه لاره کې وسله والو مخالفانو د پولیسو پر یوې پوستې حمله کړې؛ چې ۳ پولیس یې وژلي او اوه نور یې ټپیان کړي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement