پوسټ کوډ ۶۱۵۱۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۵ غبرګولی ۱۳۹۲ ۱۶:۴۹

په میدان وردګو ولایت کې د حزب اسلامي پنځه غړي ووژل شول

وسله والو طالبانو دغه کمين چ? د ياد? ولسوال? په توکرک سيمه ک? نيولي وو،په تر? ک? د حزب اسلامي د قوماندان د ?پي شوي زوي په ??ون د دغه ?ل? پن?ه غ?ي ووژل شول.

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د توکرک په سیمه کې د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې د حزب اسلامي پنځه غړي تېره ورځ ووژل شول .
دغه نښته هغه مهال رامنځته ته شوه،کله چې د حزب اسلامي د یوه قوماندان میراغا زوی چې په حلقي مشهور وو، د وسله والو طالبانو سره دنښتې په ترڅ کې ټپي شو،چې نورو ملګرو یې غوښتل چې د یاد قوماندان ټپي شوی زوی له سیمې څخه انتقال کړي،چې د وسله والو طالبانو له لورې له یوه کمین سره مخامخ شول .
وسله والو طالبانو دغه کمین چې د یادې ولسوالۍ په توکرک سیمه کې نیولی وو،په ترڅ کې د حزب اسلامي د قوماندان د ټپي شوي زوی په ګډون د دغه ډلې پنځه غړي ووژل شول.
همدا راز امنیتي ځواکونو په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې نهه حلقې د وسایطو ضد ماینونه مخکې له چاودنې کشف او پرته له کوم زیانه یې له منځه وړي دي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement