پوسټ کوډ ۶۱۴۴۷
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۲ ۱۲:۰۰

هرات کې د انسان تښتوونکو يوه درې کسيزه ډله نيول شوې ده

?ل? ?ه موده مخک? د هرات يو اوس?دونکي د هرات ?ار او اسلام کلا بندر ترمن? په لاره ک? ت?تولي و.

د هرات د ملي امنيت رياست ځواکونو په دغه ولايت کې د انسان تښتوونکو يوه درې کسيزه ډله نيولې ده.
د هرات ولايت د مطبوعاتي دفتر له يوې خبرپاڼې سره سم، دې ډلې څه موده مخکې د هرات يو اوسېدونکي د هرات ښار او اسلام کلا بندر ترمنځ په لاره کې تښتولي و.
په هرات کې دا ډله وروسته له دې نيول کېږي چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په هرات محبس کې دوه تنه د يوه سوداګر د ماشوم زوي د تښتولو او وژلو په جرم اعدام شول.
د هرات چارواکو پرون وويل چې يرغمل شوي کس محمد رحيم نومېږي او په انجيل ولسوالۍ کې له برمته نيوونکو څخه خلاص کړاي شو.
د محمد رحيم له کورنۍ څخه د هغه د خلاصون په بدل کې درې لکه ډالر غوښتل شوي ول.
په وروستنيو څو ورځو کې په هرات ولايت کې امنيتي ځواکونو تر لسو زيات کسان د اختطاف کولو په تور نيولي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement