پوسټ کوډ ۶۱۰۳۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۶ غویی ۱۳۹۲ ۱۰:۳۳

په میدان وردګو ولایت څلور وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د يو بل خبر له مخ? ??و امنيتي ?واکونو ت?ره شپه د مرکز ميدان په قطار سن? او چارکه سيمو ک? عمليات ترسره ک?ل،چ? په تر? ک? د وسله والو طالبانو يو سر?روپ حزب الله او حزب اسلامي ?ل? د قوماندان عيس خان واره حاجي زلمي ?پيان شول.

د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار په کافرقلعه سیمه کې تېره ورځ یو وسله وال طالب هغه مهال ووژل شو،کله چې د دوی لخوا په امنیتي ځواکونو برید وشو،چې په خوابیه برید کې د خنجر په نوم د وسله والو طالبانو د ملا قاسم د ډلې یو غړی ووژل شو،او د بدر په نوم یو بل سخت ټپي شو،همدا رنګه د مرکز په شترسنګ سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې یو بل وسله وال طالب هم ټپي شو.
د یو بل خبر له مخې ګډو امنیتي ځواکونو تېره شپه د مرکز میدان په قطار سنګ او چارکه سیمو کې عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو سرګروپ حزب الله او حزب اسلامي ډلې د قوماندان عیس خان واره حاجي زلمی ټپيان شول،چې په ترڅ کې ترې د پیکاه او کلاشینکوف مرمۍ او د ملي اردو لباسونه هم امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
په همدې حال کې امنیتي ځواکونو د سیداباد ولسوالۍ د تنګي په خان خیلو سیمه کې د وسله والو طالبانو د یوه سرګروپ حاجي ظاهر په کور عملیات کړي،چې په ترڅ کې د نوموړې دوه زامن محمدګل چې مشهور په رحمت ګل دی او رحمت الله ژوندي نیول شوي او خپله حاجي ظاهر په تېښه بریالی شوی دی.
امنیتي ځواکونو د نوموړي له کور څخه یوه اندازه مهمات او وسلې چې په کې یو میل کلاشینکوف، یو میل تفنګچه، دوه عرادې موټرسایکلونه، یوه پایه مخابره،یو ریموټ کنټرول او لاسي بمونه او چاودیدونکي توکې هم ترلاسه کړي دي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement