پوسټ کوډ ۶۰۶۹۷
نیټه خپرول: شنبه ۲۱ غویی ۱۳۹۲ ۰۹:۱۷

په پاکستان کې نن پارلماني انتخابات کېږي

د کورنيوچارو وزارت وياند پرون رسنيو ته وويل، چ? زر?ونه تازه دمي او اضافي پوليسو ته ي? د امنيت خوندي ساتلو دند? سپارل? دي.

نن شنبې دمی یوولسمه پاکستان کې د مرکزي یا فدرالي او صوبايي پارلمانونو د انتخاباتو ورځ ده.
مرکزي و صوبايي حکومتونو ویلي، چې د انتخاباتو لپاره يې بشپړ تیاری نیولی او ټولو انتخاباتي مرکزونو ته يې رای پاڼې او نور مواد رسولي دي.
د کورنیوچارو وزارت ویاند پرون رسنیو ته وویل، چې زرګونه تازه دمي او اضافي پولیسو ته يې د امنیت خوندي ساتلو دندې سپارلې دي.

٧٠ زره پوځيان:
بلخوا د پوځ د عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شاوخوا اویازره پوځيان به د امنیت ساتلو او رای پاڼو دانتقال چارې ترسره کړي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي د ځانګړي امنيتي پلان په لړ کې به نن ټوله ورځ د تورخم دروازه تړلې وي او له عاجلو ناروغانو پرته هیچا ته به دتګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
په عین حال کې د خیبرپښتونخوا صوبایي حکومت افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې د انتخاباتو په ورځ دې په خپلو کورونو کې و اوسي او له بیځایه ګرځيدو دې ډډه وکړ.

افغان کډوالو ته خبردارى:

افغان کډوالو ته ویل شوي چې له کمپونو دې بهر نه وځي، ښارونو کې دیره افغانان دې له کورونو و محلو بهر ته نه راوځي کنه نو له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

د کورنیو چارو وزارت په دې ورځ د ځانګړي امنيتي پلان خبر ورکړی. ددې وزارت مسوولین وايي د انتخاباتي مرکزونو، کاندیدانو و رای ورکوونکیو دامنیت ساتنې لپاره يې دپوځ، پولیسو و نیمه پوځي ځواکونو ځانګړې ډلې په دندو ګومارلي دي.

امنيتي مسوولین وايي دهرډول تاوتریخوالي او تروریستي پيښو د مخنیوي لپاره يې خصوصي تیاری نیولی، خو د انتخاباتي هلوځو په لړ کې پر سیاستوالو او د هغوی پر دفترونو وسله والو بریدونو و بمي چاودنو ته په پام خلک په ویره کې دي.

طالبان او انتخابات:

بلخوا تحریک طالبان پاکستان خبرداری ورکړی چې په خپل ټول توان به د انتخاباتو ګډوډولو کوشش وکړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دمعلوماتو له مخې د مرکزي پارلمان د۲۷۲ او څلورو صوبو د ۵۷۷ انتخابي څوکیو لپاره به په څه کم اویازره انتخاباتي مرکزونو کې رايې واچول شي.
مرکزي پارلمان به د پاکستان صدراعظم د اکثريت رايو له مخې غوره کړي او صوبايي پارلمانونه به بيا د ايالتونو وزيراعلی انتخاب کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement