پوسټ کوډ ۶۰۱۷۳
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ غویی ۱۳۹۲ ۱۲:۰۰

حامدکرزي د فنلند د پارلمان له رئیس او د پارلماني ډلو له استازو سره وکتل

حامدکرزي د افغانستان او فنلند د پارلمانونو ترمن? د ا?يکو پراختيا او له يو بل سره د تجربو شريکول د دوا?و هيوادونو د خلکو د ني?ديوالي لپاره يو مهم ?ام وباله او د دغه کار هرکلي ي? وک?.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په سیمه ایز وخت نن مازیګر د فنلند هیواد د پارلمان له رئیس ایرو هینا لوما، د پارلمان د نړیوالو اړیکو د کمیتې له رئیس تیمو سویني او د پارلماني ډلو له استازو سره د دغه هیواد د پارلمان په مقرکې وکتل.
په دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو د پارلمانونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا، په افغانستان کې د فنلند د پانګوالو د پانګې اچونې، د ښې حکومتوالی، انتخاباتو او د ښځو د حقوقو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د فنلند د پارلمان رئیس، د دواړو هیوادونو ترمنځ پارلماني اړیکې مهمې وبللي، وې ویل : موږ چمتو یو چې د افغانستان له پارلمان سره د ظرفیت جوړونې په برخه کې همکاري وکړو.
حامدکرزي د افغانستان او فنلند د پارلمانونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او له یو بل سره د تجربو شریکول د دواړو هیوادونو د خلکو د نیږدیوالي لپاره یو مهم ګام وباله او د دغه کار هرکلی یې وکړ.

د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی او ملګری پلاوی یې، نن مازیګر له فنلند څخه د استونیا هیواد ته و رسید.

حامدکرزی به نن د استونیا له جمهوررئیس او د دغه هیواد له صدراعظم او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا په باب به ورسره خبرې وکړي.





برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement