پوسټ کوډ ۶۰۱۱۷
نیټه خپرول: يکشنبه ۸ غویی ۱۳۹۲ ۱۲:۱۷

د عینکو په ساحه کې لرغونې اثار د ویجاړېدو له خطر سره مخامخ دي

د چين د حکومت د وسپن? ويلي کولو او د کانونو د استخراجولو کمپن? (MCC) په ???? م کال د افغانستان د عينکو د مسو کان د استخراجولو امتياز ترلاسه ک?.

تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې د لوګر د عینکو د مسو په ساحه کې د نړۍ د خورا مهمو لرغونو اثارو د ویجاړېدو په اړه د لرغونپوهانو اندېښنې خپرې کړي دي.
د چین د حکومت د وسپنې ویلي کولو او د کانونو د استخراجولو کمپنۍ (MCC) په ۲۰۰۷ م کال د افغانستان د عینکو د مسو کان د استخراجولو امتیاز ترلاسه کړ.
ویل کېږي، په دې کان کې د شاوخوا سل ملیارد ډالرو په ارزښت مس شته او د نړۍ د مسو یو ترټولو ستر کان دی.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د چینايي شرکت له لوري د دغه کان د استخراج د چارو له پیلېدو سره دا خطر رامنځته شوی چې د هغه لرغوني بودايي ښار پاتې شونې له منځه لاړ شي چې د مسو د کان په ساحه کې موجود دی.
د افغانستان د لرغونپوهنې د انستیتیوت رييس عبدالقدیر تیموري تاییدوي چې د عینکو د مسو په کان کې کیندنې کېدای شي د هغه په شاوخوا کې پرتې لرغونې سیمې ویجاړې کړي.
د لرغونپوهانو نړیوالې ډلې، چې په ۲۰۰۹ کال یې د عینک د مسو کان په تاریخي ساحه کې فعالیت پیل کړ، تراوسه پوري د بودا طلايي مجسمې، په لسګونو نازک ډبرلیکونه او د عبادتځایونو د ودانیو اثار تر خاورو لاندې موندلي دي.
خو د نیویاک ټایمز له راپور سره سم، تراوسه پوري د دې تاریخي سیمې په سلو کې نوي برخه لا هم ترخاورو لاندې ده او د لرغونپوهانو نړیوالې ډلې ته د سږکال تر جون پوري وخت ورکړای شوی چې د عینک د مسو په ساحه کې خپل کار بشپړ کړي.

د دې ترڅنګ چې د عینکو د مسو په کان کې کیندنې په دې سیمه کې د تاریخي اثارو د ویجاړېدو سبب کېږي، نیویارک ټایمز ورځپاڼه د لرغونپوهانو په قول وايي چې د دغه کان استخراج د شاوخوا سیمې د ژوند چاپېریال ته هم خطرناک دی، کېدای شي دا سیمه زهرجنه کړي او حتي کېدای شي هلته د ژوند کولو امکان له منځه یوسي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement