پوسټ کوډ ۵۹۸۲۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۳ غویی ۱۳۹۲ ۱۶:۳۸

د هرات ولایت خبریالانو د دې ولایت د ودانۍ مخې ته مظاهره وکړه

تيره شپه نامعلومو وسله والو د هرات د اطلاعاتو او فرهن? رياست يو مسوول او د يو? سيمه ييز? را?يو خبريال "علي اصغر يعقوبي" په ?زو ?پي ک?ي او دا مهال روغتيايي حالت ي? نازک ?ودل شوي.

د هرات لسګونو خبریالانو نن د دې ولایت د ودانۍ مخې ته مظاهره کړې او د نامعلومو وسله والو له خوا پر ژورنالستانو د حملو په غندلو سره غوښتنه کوي؛ چې باید عاملینو ته یې سزا ورکړل شي.
د خبریالانو د ملاتړ ادارې مسوول "خلیل امیر" نن ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ تیره شپه نامعلومو وسله والو د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو مسوول او د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال "علي اصغر یعقوبي" په ډزو ټپي کړی او دا مهال روغتیایي حالت یې نازک ښودل شوی.
د نوموړي په وینا، د یوې میاشتې په اږدو کې دا څلورم ځل دی چې؛ په هرات کې پر خبریالانو د غیرو مسولو وسله والو له خوا فزیکي او وسله والې حملې کیږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement