پوسټ کوډ ۵۹۷۵۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۲ غویی ۱۳۹۲ ۱۹:۱۱

امریکا له پاکستانه وغوښتل چې ملا عمر خبرو ته تیار کړي

دوا?ه خواو? پر د? سلا و? چ? د افغانستان د شخ?? د ب?لاب?لو خواوو ترمن? د سول? مانادار? پروس? ته ا?تيا ده او له د? لار? په افغانستان ک? سوله او ثبات راتلاي شي.

تاند- امریکا د پاکستان له پوځ څخه وغوښتل چې د طالبانو مشر ملا عمر له امریکا سره خبرو ته حاضر کړي.
پاکستاني رسنۍ وايي، د امریکا د متحدو ایالتونو یوه جګپوړي پلاوي، چې پوځي او ملکي چارواکي پکې شامل دي، پاکستان ته له رسېدو سره سم پرون د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني سره ولیدل او د افغانستان د پخلاینې د بهیر لپاره یې د پاکستان د جدي او نتیجه ورکوونکو مرستو غوښتنه وکړه.
په امریکايي پلاوي کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سرپرست خاص استازی ډیویډ پېرس، د افغانستان او پاکستان د چارو لپاره د ولسمشر خاص استازی متقاعد برید جنرال ډګلاس لوټ، د اسیا او پسفیک د چارو لپاره مرستیال عمومي منشي ډاکتر پیټرلوفي او په پاکستان کې د امریکا سفیر ریچارډ اولسن شامل دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر له امریکايی پلاوي سره د جنرال کیاني له کتنې وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«دوی د دواړو خواوو د دلچسپۍ پرمسایلو، چې تمرکز یې د افغانستان د پخلاینې پر بهیر و، خبرې وکړې.د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني هم په غونډه کې حاضر و.»
پاکستاني رسنیو دا خبرې خورا مهمې او حیاتي بللي خو ویلي یې دي چې دواړو خواوود خبرو نور جزییات نه دي څرګند کړي.
مګر یوه پاکستاني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، «پاکستان ټوډې» ورځپاڼې ته ویلي چې امریکايي چارواکو له پاکستان څخه په کلکه غوښتي چې له امریکايي استازو سره د طالبانو د مشر ملا عمر او دغه راز د طالبانو او د افغانستان د حکومت د خبرو د پیلولو لار اواره کړي.
ده همداراز وویل: دواړه خواوې پر دې سلا وې چې د افغانستان د شخړې د بېلابېلو خواوو ترمنځ د سولې مانادارې پروسې ته اړتیا ده او له دې لارې په افغانستان کې سوله او ثبات راتلای شي.
ویل کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې بهیر په ټپه ولاړ دی خو د اوباما حکومت غواړي چې له طالبانو سره ژر تر ژره خبرې بیا پیل کړي څو په دې توګه د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه د امریکايی پوځیانو وتلو ته لار اواره شي.

دغه پاکستاني چارواکي وویل چې د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې له طالبانو سره په خبرو کې ولاړ حالت پای ته ورسوي او دوی باور لري چې دا کار یوازې پاکستان کولی شي.

ده همداراز وویل چې جنرال کیاني امریکايي پلاوي ته وویل: پاکستان به په افغانستان کې له سولې سره د مرستې لپاره هر ممکن ګام واخلي. کیاني دا هم وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان د ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري.

پاکستاني چارواکي دا هم وویل چې د کیاني او امریکايي پلاوي ترمنځ په خبرو کې په مومند ایجنسۍ (د افغانستان د ګوشتې ولسوالي) کې د سرحدي دروازې مسله هم یاده شوه .
دغه چارواکي په دې اړه نور جزییات څرګند نه کړل خو د کیاني له قوله یې وویل چې پاکستان له افغانستان سره دوستانه او ښې اړیکې غواړي او د اختلافاتو د حل کولو لپاره تل له افغانستان سره خبرو ته تیار دی.
راپورونه وايي چې پاکستان له مخکیني اعلان سره سره د افغانستان د ننګرهار ولایت د ګوشتې په ولسوالۍ کې جوړه کړې دروازه لېرې کړې نه ده او د سیمې اوسېدونکي وايي چې پاکستاني پوځیان د افغانستان خاورې ته ۵۵ کیلومتره دننه راغلي، په خلکو خپل شناختي کارډونه ویشي او نوې پوستې او دېوالونه جوړوي.


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement