پوسټ کوډ ۵۹۶۹۰
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ غویی ۱۳۹۲ ۱۲:۵۴

په ميدان وردګو ولايت کې پنځه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د دغه ن?ت? په تر? ک? وسله والو طالبانو ته د مر? ژوبل? ا?ولو سربيره له دوي ?خه يو عراده مو?رسايکل،?لور شاجورونه او يوعدد پرتله هم د امنيتي ?واکو نو لاسته ورغلي دي.

په ميدان وردګو ولايت کې پنځه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته تېره شپه شاوخوا یولس بجې د میدان وردګو ولايت،سیداباد ولسوالۍ په اولبدین سیمه کې د وسله والو طالبانو یو تن ووژل شو او څلور تنه نور یې هغه مهال ټپيان شول،کله چې دوی په یاده سیمه کې د امنیتي ځواکونو له برید سره مخامخ شول .
د دغه نښتې په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو سربیره له دوی څخه یو عراده موټرسایکل،څلور شاجورونه او یوعدد پرتله هم د امنیتي ځواکو نو لاسته ورغلي دي.
د یادې پېښې د وژل شوي طالب جسد له یو میل کلاشینکوف سره په سیمه کې پاټې
او ټپیان یې د وسله والو مخالفینو لخوا نامعلوم ځآی ته انتقال شوي،چې د
نیولو په موخه یې د امنیتي ځواکونو هڅې رواني دي.
په همدې حال کې امنیتي ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې شپږحلقې ماینونه چې د ترهګریزو کړنو په موخه د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ځای پرخای شوی و، له کوم زیان پرته کشف او لمنځّه یوړل

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement