پوسټ کوډ ۵۹۵۷۸
نیټه خپرول: جمعه ۲ وری ۱۳۹۲ ۱۲:۰۰

افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان د اورګاډي د پټلۍ غزونه څیړي

د اور?ا?? دا پ?ل? چ? ترکمنستان د افغانستان له لار? له تاجکستان سره ت?ي ?

ټاکل شوې ده، چې نن پنجشنبې په عشق اباد کې د افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان درې اړخیزه غونډه پیل شي.
په دې غونډه کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ پر جوړولو بحث او خبرې اترې وشي.
ویل کیږي، د اورګاډي دا پټلۍ چې له ترکمنستانه افغانستان او بیا تاجکستان ته غزیږي، تقریبا څلور سوه کیلومتره اوږدوالی لري.
د افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان د چارواکو ترمنځ غونډه په عشق اباد کې پیلیږي او ټاکل شوې ده، چې سبا به هم دوام وکړي.
د درې واړو هېوادونو چارواکي غواړي د اورګاډي د هغې پټلۍ د غزولو په اړه څیړنې بشپړې کړي، چې له ترکمنستانه به افغانستان او له افغانستان څخه به تاجکستان ته غزیږي. 
تاجکستان د ټرانسپورت وزیر نظام حکیموف وايي: د دې درې واړو هېوادونو چارواکي عشق اباد ته رسیدلې دي.
د نوموړي په وینا تراوسه لا وختي دی، چې د دې غونډې د نتیجې او د درې هېوادونو د چارواکو د څیړنو په اړه څه وویل شي.
تر دې مخکې په عشق اباد کې د نوروز په جشن کې د درې واړو هېوادونو ولسمشران د اورګاډي د دې پټلۍ د غزلو په اړه خپلو کې یو تفاهم لیک لاسلیک کړی و.

د تیر کال د اکټوبر په میاشت کې په هغه غونډه کې چې په چین کې جوړه شوې وه، د سیمې لسو هېوادونو د اورګاډي دا پټلۍ یو انتقالاتي دهلیز بللی و.

په داسې حال کې چې د اورګاډې ددې پټلۍ د غزلو کار لا د څیړنې په لومړني پړاو کې دی خو درې واړو هیوادونو د اسیا پراختیايي بانک ته د پانګونې لپاره خپل وړاندیزونه سپارلي دي.
د اسیا پراختیايي بانک ویلي، پر دې طرحې تر غور وروسته به له دې پروژې سره د مرستې په برخه کې خپله پریکړه اعلان کړي.
د اورګاډې دا پټلۍ چې ترکمنستان د افغانستان له لارې له تاجکستان سره تړي څلور سوه کیلومتره اوږدوالی لري او لګښت یې څلور سوه میلونه ډالر اټکل کیږي.
دا پټلۍ په ترکمنستان کې د عطا میرات امام نظر سیمې څخه پیلیږي د اندخوی د بندر څخه افغانستان ته ننوزې او بیاد تاجکستان په لور غزیږي.
ویل کیدل، چې ددې پټلۍ د جوړولو کار له ۲۰۱۵ م کال څخه پیل شي خو تاجک چارواکي ددې پروژې په زر پیل کیدو ټینګار کوي او دا د خپل هیواد په ګټه بولي.

ترکمنستان او تاجکستان په خپلو کې ګډ سرحد نه لري خو دواړه د افغانستان سره شریکې پولې لري او له همدې کبله غواړي چې د افغانستان له لارې په خپلو کې وتړل شي.

که چیرې دا طرحه عملي شي افغانستان به په خپله خاوره کې د اورګاډي دویمه پټلۍ تجربه کړي.
دا مهال په افغانستان کې یوازې یوه د اورګاډي پټلۍ شته چې د حیرتان له بندر څخه د مزار شریف تر ښار پورې غزیدلې ده. 
سرچینه: ازادی رادیو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement