پوسټ کوډ ۵۹۵۲۴
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۹ وری ۱۳۹۲ ۱۱:۱۴

چین او هند د لومړي ځل لپاره پر افغانستان خبرې کوي

چين او هند لوم?ي پلا د ت?ر? مياشت? په لوم?يو ک? په خپل من? ک? پر افغانستان د خبرو غو?تنه وک?ه.

تاند - هند او چین به نن / پنجشنبه/ د لومړي ځل لپاره پر افغانستان خبرې وکړي چې په خپل منځ کې مهم ګډ ټکي ومومي.
د دواړو خواوو لومړنی شریک ټکی د افغانستان په پراخو طبیعي زېرمو کې پانګونه ده. 
هند د خپلو سخاوتمندانه مرستو له لارې په مستقیم ډول په افغانستان کې د خپل نفوذ لاره اواره کړې ده خو چین بیا پاکستان لري چې د سخت دریځو او جنګي ډلو د ملاتړ له لارې یې په تېرو څه باندې دېرشو کلونو کې ځان پر افغانستان مسلط کړی دی.
چین هیله لري چې له هغه نفوذه په استفادې سره به، چې دا هیواد یې پر پاکستان لري، په افغانستان کې د چین اقتصادي ګټو وټو ته لار اواره شي.
هند په تېرو لسو کلونو کې د دوه زره ملیون ډالرو په لګښت په افغانستان کې بې شمېره سړکونه، کلینیکونه، ښوونځي او نورعام المفعه پروژې جوړې کړي دي خو چین د لوګر د عینک د مسو د کان د قرارداد د اخیستلو ترڅنګ د افغانستان په شمال کې د امو دریا د تېلو د حوزې د استخراج ټېکه هم اخیستې او ژمنه یې کړې چې په سرپل ولایت کې به د تېلو چاڼځای جوړ کړي.
د دې په مقابل کې هند د بامیان د حاجي ګک د وسپنې کان د استخراجولو د څلورو بلاکونو قرارداد ته چمتو شوی او غواړي چې د دې څو ملیاردي پروژې د عملي کولو لپاره له بامیان څخه د ایران تر چاه بهار پوري د اورګاډي پټلۍ جوړه کړي.
چین او هند لومړی پلا د تېرې میاشتې په لومړیو کې په خپل منځ کې پر افغانستان د خبرو غوښتنه وکړه.
دواړو هیوادونو موافقه وکړه چې د افغانستان په اړه منظمې خبرې پیل کړي. په نوي ډیلي کې دیپلوماتانو وویل چې په دې برخه کې د هند او چین ترمنځ په رسمي کچه یوه رسمي موافقه شوې ده او ټاکل شوې چې د دواړو خواوو ترمنځ په دې اړه د لومړنۍ غونډې لپاره نېټه وټاکل شي.
هند او چین تر دې مخکې هم د منځنۍ اسیا، لوېدیځې اسیا او دغه راز افریقا په اړه په خپل منځ کې خبرې او سلا مشورې کولې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement