پوسټ کوډ ۵۹۳۰۸
نیټه خپرول: شنبه ۲۴ وری ۱۳۹۲ ۱۱:۰۷

چین او هند تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان ته اندېښمن دي

دا په داس? حال ک? ده چ? طالبان او القاعده وسله وال له افغانستان ?خه د امريکايي عسکرو له وتلو وروسته د خپل نفوذ د زياتولو ه?? کوي.

چین او هند په ۲۰۱۴ م کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په احتمالي پیچیلیتا اندیښمن دي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند "هونګ لیې" د جمعې په ورځ په پیکنګ کې د هند او چین تر منځ د ټروریزم ضد مذاکرو په دوه ورځنې کنفرنس کې د ګډون پرمهال خبریالانو ته وویل؛ دواړو خواو د نړیوال او سيمه ییز ټروریزم او په دې برخه کې د همکاریو په اړه پراخ نظریات بیان کړل.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه؛ هند او چین په افغانستان او مرکزي آسیا کې د تروریزم ضد مبارزې کې د همکارۍ پر لارو چارو بحث وکړ. دا په داسې حال کې ده چې طالبان او القاعده وسله وال له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو له وتلو وروسته د خپل نفوذ د زیاتولو هڅې کوي.
ده پریس ټرسټ آف اینډیا the Press Trust of India)) وایي؛ د پیکنګ دا غونډه د هند او چین د تروریزم ضد کلنیو خبرو شپږمه غونډه وه چې؛ د هند د بهرنیو چارو لپاره د دولت وزیر "ناوتيج سارنا"Sarna Navtej او د چین د بهرنیو چارو په وزارت کې د بهرنيو امنیتي چارو عمومي رییس "قیو ګوهوونګ" په کې ګډون کړی و.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement