پوسټ کوډ 59153
نیټه خپرول: سه شنبه 20 وری 139211:44

د کرکټ د ملي اتلانو په وياړ غونډه وشوه

ت?ره ور? تر ما?ام وروسته د کابل په سرينا هو?ل ک? د افغانستان کرک? بور? لخوا د اتصالاتو مخابراتي شرکت په مرسته د ملي لوب?ل? په ويا? يوه شانداره غون?ه جو?ه شو? وه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چې په نيپال کې يې د اسيايي شل اووريزو سياليو اتلولي خپله کړه، تېره شپه د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې يې په وياړ غونډه وشوه، په تحفو او جايزو ونازول شول.
د کرکټ ملي لوبډله پرون سهار له نيپال څخه هېواد ته راستنه شوه، چې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ملي لوبډلې هرکلي ته د کرکټ بورډ لوى رييس او سلاکار وزير شهزاده مسعود، اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد، د کرکټ بورډ نور چارواکي، د ولسي جرګې وکيلان او د کرکټ يو شمېر مينه وال راغلي وو.
تېره ورځ تر ماښام وروسته د کابل په سرينا هوټل کې د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د اتصالاتو مخابراتي شرکت په مرسته د ملي لوبډلې په وياړ يوه شانداره غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د کابينې وزيرانو‌، د ملي شورا غړو، لوړ پوړو دولتي چارواکو ، ملي سوداګرود کرکټ بورډ مشرانو ، ملي لوبغاړو او د رسنيو استازو برخه اخيستې وه.
سلاکار وزير او د کرکټ بورډ لوى رييس ښاغلى شهزاده مسعود غونډې ته پرانستونکې وينا وکړه او د افغانستان د کرکـټ د وروستيو لاسته راوړنو په اړه يې رڼا واچوله. هغه زياته کړه چې ملي لوبډلې په تېره يوه ميشت کې دوه اتلولۍ راوړې او د هېواد ملي بيرغ يې په نړيوالو ميدانونو ورپولو.
هغه زياته کړه چې کرکټ په افغانستان کې ډېر پرمختګ کړى او د هرې لوبې زيات لوبغاړي او مينه لري، په هېواد کې اوس مهال ٢٨٠ زره د کرکټ لوبغاړي راجستر دي.
ښاغلي شهزاده مسعود وويل چې د ملي لوبډلې د برياوو تر شا د هېوادوالو دعا ګانې، د لوبغاړو محنت اتحاد اتفاق او د کرکټ بورډ ښه اداره ده. د کرکټ بورډ لوى رييس زياته کړه چې د کورني کرکټ ته هم ډېره پاملرنه کوي او د نورو ولايتي سياليو ترڅنګ به په نږدې راتلونکي کې د باباى ملت تر نامه ولايتي سيالۍ پيل شي.
د مشرانو جرګې رييس ښاغلى فضل هادي مسلميار دې غونډې ته پخپله وينا کې د ملي لوبډلې په وروستيو برياوو د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ وويل چې که څه هم کرکټ په افغانستان کې ډېره سابقه نه لري خو لوبغاړو پخپل زحمت سره دا لوبه نه يواځې په هېواد کې مشهوره کړه، بلکې په نړيواله کچه يې لويې لاسته راوړنې درلودې او اتلولۍ يې خپلې کړې.
د ماليې وزير ډاکټر ښاغلي حضرت عمر زاخېلوال وويل چې افغان لوبغاړو څلور ځله پرله پسې د اسيا شل اووريز جام وګټلو، چې دا کار تصادفي نه وي، بلکې افغان لوبغاړو پخپلو وړتياوو داتلولۍ خپلې کړې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ښاغلي ډاکټر سيد مخدوم رهين وويل چې د نورو هېوادونو د کرکټ لوبډلې ډېرې اسانتياوې لري او که هغوى برياوې لري نو دا طبعي خبره ده، خو افغانانو په تش لاس او په کمو امکاناتو اتلولۍ راوړي دي چې دا دې لوبې سره ددوى مينه او عشق څرګندوي.
د اتصالاتو مخابراتي شرکت استازي ښاغلي مصطفى يونس د کرکټ د ملي لوبډلې په وروستيو لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه او ټولو افغانانو ته يې مبارکي ورکړه، هغه وويل چې شرکت يې د خپل فعاليت په پيل کې ژمنه کړې وه، چې د افغانستان ښې راتلونکي لپاره کار کوي او همدې موخې لپاره دافغانستان ځوانانو سره مرسته او همکاري کوي او همدوى دافغانستان راتلونکي دي. ښاغلي يونس زياته کړه چې دوى به د افغانستان کرکټ سره خپلو مرستو او همکاريو ته ادامه ورکوي.
دغه راز د مخابراتو وزير ښاغلي اميرزي سنګين، د ولسمشر سلاکار پوهنتوال نصرالله ستانکزي، د ولسي جرګې وکيل شريف الله کامه وال هم ويناوې وکړې او د کرکټ د ملي لوبډلې وروستۍ لاسته راوړنې يې وستايلې. د مخابراتو وزير لوبغاړو ته د يو يو سيټ موبايل او پنځه زره افغانيو کريډيټ اعلان وکړ.
د دې غونډې په پاى کې د افغانستان کرکټ بورډ، اتصالاتو مخابراتي شرکت او ځينو نورو ادارو او ملي سوداګرو لخوا برابرې شوې تحفې او جايزې ملي لوبغاړو ته ورکړل شول.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد وويل چې دوى په پلان کې لري چې د ملي لوبډلې لپاره په هېواد کې دننه او له هېواده بهر تمريناتي او روزنيز پروګرامونه په لاره واچوي، څو دوى وکولى شي په راتلونکو نړيوالو سياليو کې هم ښه وځليـږي.
د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عيسى خېل د کرکټ بورډ، مخابراتو شرکت ، د کابينې وزيرانو او له وکيلانو څخه مننه وکړه، چې ددوى په وياړ جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement