پوسټ کوډ ۵۹۰۱۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۵ وری ۱۳۹۲ ۱۰:۲۲

تاجکستان غواړي چې افغانستان ته د برېښنا صادرات زیات کړي

افغانستان حاضردمه شاوخوا اويا فيصده بر??نا له ?اون?يو هيوادونو

تاند- تاجکستان وايي چې افغانستان ته به د برېښنا صادرات دوه سوه شل فیصده زیات کړي.
افغانستان حاضردمه شاوخوا اویا فیصده برېښنا له ګاونډیو هیوادونو هیوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.
«تاجک برق» شرکت پرون وویل چې په روان ۲۰۱۳ میلادي کال کې به افغانستان ته په هر ساعت کې یو ملیون او نهه سوه کیلوواټه برېښنا صادره کړي چې تر اوسنۍ اندازې به درې برابره زیاته وي.
د تاجکستان د برېښنا ملي شرکت همداراز ویلي چې سږ کال به د دغه هیواد د سنګ تودې له برېښناکوټ څخه د افغانستان پلخمري ته په غځېدلي ۲۲۰ کیلو ولټ مزي په ساعت کې نژدې دوه ملیارد کیلوواټه برېښنا صادره شي.
د تاجکستان د برېښنا د هر کیلوواټ بیه به څه باندې درې نیم سینټه وي.
تاجکستان به افغانستان ته د برېښنا د صادراتو له درکه ۶۹ ملیونه او یولکو شپېته زره ډالر ترلاسه کړي.
افغانستان، تاجکستان او پاکستان تېره اوونۍ په خپل منځ کې یوه موافقه لاسلیک کړه چې پراساس به یې د تاجکستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته صادره شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement