پوسټ کوډ ۵۸۹۵۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۲ وری ۱۳۹۲ ۱۳:۲۶

د کابل غزني پر لویه لاره د موټرو د ټکر له امله اوو تنو ته مرګ ژوبله واوخته

سراچه مو?ر چ? د غزني له لوري کابل ته راروان وو د سلطان خيلو په سيمو ک? له هينو سره د ?کر په پايله ک? د ?ريور په شمول پن?ه تنه و وژل شول او دوه تنه نور ?پيان شول.

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د سلطان خیلو په سیمه کې د یو هینو موټر چې کانتینر پرې بار وو له سراچه ډوله موټر سره یې ټکر کړی. سراچه موټر چې د غزني له لوري کابل ته راروان وو د سلطان خیلو په سیمو کې له هینو سره د ټکر په پایله کې د ډریور په شمول پنځه تنه و وژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول. چې وژل شوي کسان د غزني ولایت د جاغورې ولسوالۍ اړوند وو او د امنیتي ځواکونو له لوري دوی مړي خپلو کورنیو ته وسپارل
شول. د امنیتي ځواکونو په وینا د هینو موټر ډریور له سیمې څخه فرار کړی او کلینر یې د امنیتی ځواکونو لاس ته راغلی دی، او سراچه موټر د عامه نظم د پولیسو په وسیله د قلعه عزیز پوستې ته انتقال شوی دی

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement