پوسټ کوډ 58892
نیټه خپرول: شنبه 10 وری 139211:07

د ننگرهار درې تنه ملکي وګړي د ماين په چاودنه کې ټپيان شوه

نن سهار شاوخوا 9 نيم? بج? د ب?ي کو? ولسوال? ا?وند ?ا?ه سيمه ک? د يو ماين په چاودنه ک? در? تنه ملکي و??ي ?پيان شوه.

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې درې تنه ملکي وګړي د ماين په چاودنه کې ټپيان شوه او د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د تېزې ګلۍ له امله ٤ سوه جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه لمنځه تللي دي.

نن سهار شاوخوا ٩ نيمې بجې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند ډاګه سيمه کې د يو ماين په چاودنه کې درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوه.

د بټي کو د ولسوال په وينا ټپيان روغتون ته لېږدلو شوي او روغتيايي وضيعت يې د ډاډ وړ دى.

د سې شنبې او چارشنبې په ورځو کې هم د يادې ولسوالۍ د چهاردهي په سيمه کې ٧ تنه ماين ښخوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي وه ، چې داځل پکې ملکي وګړي ټپيان شوه.

د جمعې په ورځ د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې يو ساعت ګلۍ شوېده ، چې له امله يې ٤٠٠ جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه لمنځه تللي دي .

د اچين ولسوال معلم معشوق پر وينا کابو يو ساعت ګلۍ ووريدله ، چې د دې ولسوالۍ باندر او پېښې سيمو کې يې ٤٠٠ جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه لمنځه يوړل.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement