پوسټ کوډ ۵۸۸۱۴
نیټه خپرول: چهارشنبه ۷ وری ۱۳۹۲ ۱۵:۵۲

د بریتانیا ترکنټرول لاندې زندانیان دې هم افغان حکومت ته وسپارل شي

د ولسي جر?? اداري پلاوي په افغانستان ک? د بريتانوي ?واکونو د زندانونو موجوديت د ه?واد له قوانينو او ملي حاکميت سره په ?کر ک? بولي او وايي، دغه زندانونه هم بايد ژر تر ژره افغان لوري ته وسپارل شي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی له حکومت څخه غواړي چې د هېواد دننه د بریتانوي ځواکونو تر کنټرول لاندې زندانیان هم باید افغان لوري ته وسپارل شي.
د دې جرګې لومړي منشي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، هیڅ یو بهرنی هېواد حق نه لري چې په افغانستان کې زندان ولري.
د ولسي جرګې اداري پلاوی په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د زندانونو موجودیت د هېواد له قوانینو او ملي حاکمیت سره په ټکر کې بولي او وایي، دغه زندانونه هم باید ژر تر ژره افغان لوري ته وسپارل شي.
د دې جرګې لومړی منشي انجینرسید اکرام وایي، کله چې افغان حکومت د بګرام په څیر د لوی زندان مسوولیت ترلاسه کړ، نو د نورو بهرنیو زندانونو د انتقال په برخه کې هم باید جدي اقدامات وکړي.
انجینر اکرام د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، دوي ته په دقیقه توګه معلومه نه ده، چې بریتانیا په افغانستان کې څومره افغانان بندیان کړي، خو وایي هیڅ بهرنی هېواد په په افغانستان کې دننه د زندانونو د لرلو حق نه لري.

تر اوسه چارواکو هم نه دي ویلي، چې بریتانیا په افغانستان کې څومره افغانان زنداني کړي، خو د ګارډین ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویل شوي، چې په هلمند کې لسګونه افغان بندیان د ب

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement