پوسټ کوډ ۵۸۸۰۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۸ وری ۱۳۹۲ ۰۹:۲۷

ولسمشر کرزي د انګلستان له صدراعظم ډیویډ کامرون سره ټیلیفونې خبرې وکړې

افغانستان جمهور رئيس د يريتانيا له صدراعظم ?اغلي ?يوي? کامرون سره په يول? مسلو خبر? وک?? او د خبرو محور يي تر ??ره حده هغه مسايل وو، چ?

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي تېر ماښام د انګلستان له صدراعظم ډیویډ کامرون سره ټیلیفونې خبرې وکړې.
د جمهوري ریاست په خبرپاڼې کې ویل شوې، دواړو مشرانو د افغانستان د سولې د عملیې، د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو او په لندن کې د وروستۍ درې اړخېزې غونډې د توافقاتو په اړه بحث وکړ.
د جمهور رئیس حامد کرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

« د افغانستان جمهور رئیس د یریتانیا له صدراعظم ښاغلي ډیویډ کامرون سره د ټیلفون له لاري په یولړ مسلو خبرې وکړې او د خبرو محور یي تر ډېره حده هغه مسایل وو، چې په دې وروستیو کې د لندن په درې اړخېزه غونډه کې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د انګلستان په کوربه توب جوړه شوې وه او بحث ورباندې شوی و».

د جمهوري ریاست په خبر پاڼې کې دغه راز ویل شوي: د لندن په درې اړخېزه غونډه کې د سولې له عملیې څخه د پاکستان په ملاتړ، په کابل کې د پاکستان او افغانستان د دیني عالمانو د کنفرنس په جوړیدو، سېمه اېزو همکاریو او په قطر کې د افغانستان د سولې د عالي شوری او طالبانو تر منځ د مذاکرو لپاره د دفتر په پرانستلو توافق شوی و.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement