پوسټ کوډ 58708
نیټه خپرول: سه شنبه 6 وری 139215:59

حامدکرزي د غور ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل

د دغه ولايت بيا رغونه د حکومت په لوم?يتوب ک? ده او د چغچران ـ هرات او چغچران ـ کابل د س?ک په ا?ه ي? د جاپان له صدراعظم سره خبر? ک?ي دي چ? هغه ورسره ژمنه ک?? ده.

د غور ولایت یو شمېر مشرانو، مخورو او دیني عالمانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې خپلې سیمه ایزې ستونزې بیان کړې.
په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د غور والي سید انور رحمتي، د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس فضل الحق احسان او یو شمېر نورو خبرې وکړې او د غور ولایت د خلکو په اقتصادي او معیشتي حالت کې د بدلون د راوستلو لپاره یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د هېواد جمهوررئیس ته وړاندې کړل.
د غور د خلکو استازو، د چغچران ـ هرات او چغچران ـ کابل د سړک د آسفالت، د پوزه لیچ د برېښنا د بند او د ښوونې او روزنې د پوهنځي د ودانۍ پر جوړولو باندې د ټینګار په ترڅ کې د عامه نظم د پولیسو د یوکنډک د جوړیدو او په دغه ولایت کې د ملي اردو د موجود کنډک د تشکیل د پراختیا او لوا ته د هغه د لوړیدو غوښتنه وکړه.
حامدکرزي د غور ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو له اوریدو وروسته، غور د افغانستان یو تاریخي ولایت وباله، وې ویل: د دغه ولایت بیا رغونه د حکومت په لومړیتوب کې ده او د چغچران ـ هرات او چغچران ـ کابل د سړک په اړه یې د جاپان له صدراعظم سره خبرې کړي دي چې هغه ورسره ژمنه کړې ده.
جمهوررئیس وویل: د دغه سړک د چارو بشپړیدل چې اوږدوالی یې شاوخوا ۷۰۰ کیلو مترو ته رسیږي، وخت ته اړتیا لري چې موږ باید په دې اړه حوصله ولرو. د حکومت لخوا پر دغه ستره پروژه باندې کار روان دی.
د هېواد جمهوررئیس ډاډ څرګند کړ چې د غور ولایت د ځینو پروژو لپاره به بودجه پیدا کړي او د دغه ولایت د خلکو یو شمېر ستونزې او غوښتنې به د دوی د استازو په حضورکې د کابینې په راتلونکې غونډه کې وڅیړل شي او د حل په موخه به یې لازم اقدامات ترلاس لاندې ونیول شي.




ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement