پوسټ کوډ ۵۸۴۹۷
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۷ کب ۱۳۹۱ ۲۰:۲۷

حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وکړه

ه?واد امنيتي ?واکونه د? دغه ولايت د د?من له وجود ?خه پاک ک?ي او د جمهوري رياست دويم معاونيت موظف شو چ? د ا?وندو ادارو له لار? د? د دغه ولايت د وروست? پي?? زيانمنو شويو خلکو ته لازم? مرست? برابر? ک?ي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا
غونډه ، نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د هېواد پر روان امنیتي حالت باندې غور او خبرې اترې وشوې.
په پیل کې د ملي امنیت شورا، په هېواد کې د سولې د ټینګښت په لاره کې د افغانستان د سولې د عالي شورا هڅې وستایلې او د افغانستان ټولو وزارتونو او ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې په دې اړه دې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره همکاري وکړي.

بیا، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت د لوی ریاست سر پرست د بدخشان ولایت، په ځانګړي ډول د دغه ولایت د وردوج ولسوالۍ د امنیت د ټینګښت په باب د ملي امنیت شورا د پخوانیو پریکړو د تطبیق د څرنګوالي په اړه خپل رپوټونه وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې د بدخشان په ولایت کې لا ډیر ځواکونه ځای پر ځای شوي او عملیات جریان لري.
د هېواد امنیتي چارواکو د بدخشان ولایت اوسنی حالت قناعت بښونکی و ارزولو، څرګنده یې کړه چې د دغه ولایت حالت تر کنټرول لاندې دی او د دغه ولایت خلکو هم له حکومت او افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
د ملي امنیت شورا د رپوټ له اوریدو وروسته، لارښوونه وکړه چې د هېواد امنیتي ځواکونه دې دغه ولایت د دښمن له وجود څخه پاک کړي او د جمهوري ریاست دویم معاونیت موظف شو چې د اړوندو ادارو له لارې دې د دغه ولایت د وروستۍ پیښې زیانمنو شویو خلکو ته لازمې مرستې برابرې کړي. 
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت د لوی ریاست سرپرست د غور ولایت حالت مثبت و ارزولو او څرګنده یې کړه چې د دغه ولایت د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه یې لازم تدبیرونه ترلاس لاندې نیولي دي.
د ملي امنیت شورا د یو شمېر بهرنیو کړیو هغه پروګرامونه چې هڅه کوي له سیمه ایزو مخربینو سره په همکارۍ کې د سلما د بند د کار د پرمختګ خنډ شي، جدي ګواښ او ننګونه وبلله او د کورنیو چارو او د ملي دفاع وزارتونو او د ملي امنیت لوی ریاست ته یې لارښوونه وکړه چې د بهرنیو دښمنانو او د هغوی د کورنیو ملګرو د پلان د شنډولو لپاره دې پراخ عملیات ترسره کړي او هغه ټول کسان چې په دې لاره کې په ورانونکو عملونو لاس پورې کوي، په کلکه وټکوي او ودې نیسي.
په پای کې د ملي امنیت شورا د میدان وردګو ولایت د هغو یو شمېر خلکو اعتراض چې له دغه ولایت څخه د ایتلاف د ځانګړو ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي، تر بحث لاندې ونیولو او پر دغې موضوع باندې یې ټینګار وکړ.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement