پوسټ کوډ 58377
نیټه خپرول: سه شنبه 22 کب 139113:04

امریکا: له کرزي سره له اختلاف سره سره مو د افغانستان په اړه پالیسي نه ده بدله شوې

د سپين? ما?? ويندوي ج? کارني پرون ناوخته وويل:«په د? باب هر راز ?ر?ندون? چ? د امريکا متحد ايالتونه له طالبانو سره جو?جا?ي کوي اساساً ناسم? دي.»

تاند- سپینه ماڼۍ وايي، له ولسمشر کرزي سره له اختلاف سره سره په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو پالیسي نه ده بدله شوې او د پوځیانو د حضور د دوام لپاره به خبرې دوام وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویندوی جې کارني پرون د ولسمشر حامد کرزي په وروستیو څرګندونو د تبصرې کولو په مهال وویل: د افغان ولسمشر دا ادعا سمه نه ده چې امریکا په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د اوږدولو لپاره له طالبانو سره جوړجاړی کړی دی.
ده وویل له ولسمشر کرزي سره له اختلافاتو سره سره د امریکا دریځ نه دی بدل شوی او د ۲۰۱۴ کال په پای کې، چې ناټو په افغانستان کې خپل پوځي عملیات پای ته رسوي، امریکا به په دغه هیواد کې د خپلو پوځیانو د حضور په اړه خبرو ته دوام ورکړي.
د سپینې ماڼۍ ویندوی جې کارني پرون ناوخته وویل:«په دې باب هر راز څرګندونې چې د امریکا متحد ایالتونه له طالبانو سره جوړجاړی کوي اساساً ناسمې دي.»
ده همداراز وویل چې دفاع وزیر چک هېګل په دې اړه له ولسمشر کرزي سره مخامخ خبرې وکړې. امریکایانو په تېرو نژدې دوولسو کلونو کې د دې لپاره چې په افغانستان کې امنیت او ثبات یقیني شي په دغه هیواد کې ډېرې وینې بهیولي او ډېرې پیسې یې لګولي دي.
جې کارني په عین حال کې وویل:« موږ د هیڅ راز تشدد په تېره بیا په هغه یوه کې چې بې ګناه ملکیانو ته پکې زیان اوړي، ملاتړ نه کوو.»
ده زیاته کړه: امریکا لا هم د بګرام محبس د کنټرول د سپارلو پر تفصیلاتو خبرې کوي.

ټاکل شوې وه چې دا محبس د یکشنبې په ورځ افغانستان ته سپارل شوی وای خو افغان چارواکي وايي چې د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله دا کار وځنډېده.
جې کارني وویل، بګرام به وروسته له دې چې د دواړو خواوو ترمنځ موافقه وشوه افغان لوري ته تسلیم شي.
دا په داسي حال کې ده چې افغان چارواکو ویلي، دا زندان به روانه اوونۍ افغانستان ته وسپارل شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement