پوسټ کوډ ۵۸۰۱۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۵ کب ۱۳۹۱ ۲۰:۲۹

کورنیو چارو وزارت : پر ملي شورا د حملې پلان مو شنډ کړ

ژمنيو رخصتيو له پاي ته رس?دو وروسته د ملي شورا د دوا?و جر?و پر پرانستونکو مراسمو راک?ي بريدونه وک?ي.

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې پر ملي شورا د یوې تروریستي حملې پلان یې کشف او شنډ کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت سرچینو نن /سې شنبه/ وویل چې ترهګرو غوښتل چې د ژمنیو رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته د ملي شورا د دواړو جرګو پر پرانستونکو مراسمو راکټي بریدونه وکړي.
ټاکل شوې ده چې ملي شورا سبا /چهارشنبه/ په یو لړ مراسمو کې، چې غالباً ولسمشر کرزی به هم پکې ګډون وکړي، خپل کار بیا پیل کړي.
د کورنیو چارو وزارت سرچینو تاند ته وویل چې د کابل ښار په شاوخوا لوړو کې یې ۱۵ بي ایم شپاړس او بي ایم دوولس راکټونه، چې نسبتاً لېري واټن ولي، او یوه اندازه مهمات کشف کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرچینو په دې اړه توضیح ورنه کړه چې دوی څرنګه پوی شول چې دا راکټونه د کابل په شاوخوا غرونو کې پر ملي شورا د حملې لپاره ځای پر ځای شوي ول.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement