پوسټ کوډ ۵۷۹۳۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۴ کب ۱۳۹۱ ۱۲:۵۸

په کراچۍ کې چاودنې تر سلو زیات کسان ټپیان کړل

اکثره قربانيان ي? هم شيعه مسلمانان دي. نن د دغو چاودنو په خلاف په کراچ? ?ار ک? کاربنديز او د شيعه مسلمانانو د ب?لاب?لو اتحاديو له خوا در? ور?نى ماتم اعلان شوى دى.

پرون ماښام د پاکستان په کراچۍ ښار کې په دوو چاودنو کې پينځه څلوېښت کسان وژل شوي او تر سلو زيات په کې ټپيان شوي دي.

چاودنه د شيعه مسلمانانو په يوه ګڼې مېشتې سيمه کې شوې ده، چې اکثره قربانيان يې هم شيعه مسلمانان دي. نن د دغو چاودنو په خلاف په کراچۍ ښار کې کاربنديز او د شيعه مسلمانانو د بېلابېلو اتحاديو له خوا درې ورځنى ماتم اعلان شوى دى.
پرون د يکشنبې په ماښام د پاکستان د ستر ښار کراچۍ پر ابوالحسن اصفهاني سړک باندې په عباس ټاون نومي ځاى کې زوروره چاودنه وشوه چې لسګونه کسان يې و وژل او تر سلو زيات کسان ټپيان کړل. پوليس وايي چاودنه د يوه موټر په وسيله شوې چې له چاودېدونکيو موادو ډک وو او له يوې ودانۍ سره جنګول شوى او چاودل شوى دى او له چاودنې سره د استوګنې د ودانۍ په اپارتمانونو کې اور لګېدلى دى.
د عباس ټاون اکثره اوسېدونکي شيعه مسلمانان دي. په چاودنه کې وژل شوي او ټپيان هم اکثره د شيعه مسلمانانو دى.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement