پوسټ کوډ 57787
نیټه خپرول: چهارشنبه 9 کب 139109:51

حامدکرزي په مشرۍ اقتصادي عالي شورا دپانګې اچونې دهڅونې دپاليسۍ طرحه په اصولو کې تاييد کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامدکرزي په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا دوهمې غونډې د اقتصادي عالي شورا طرزالعمل او د پانګې اچونې د هڅونې د پالیسۍ پر طرحې باندې له خبرو وروسته د پانګې اچونې د هڅونې د پاليسۍ طرحه له هراړخيز غور وروسته په اصولو کې تاييد کړه .
په دغه غونډه کې چې پرون په ارګ کې جوړه شوه، د اقتصاد وزير د اقتصادي عالي شورا طرز العمل غونډې ته طرحه کړ او څرګنده يې کړه چې دغه طرز العمل د اقتصادي عالي شورا د دارالانشا له غړو سره په سلامشوره کې په څلورو فصلونو او اتو مادو کې چې عمومي حکمونه، اصطلاحات، د شورا ترکېب، د شورا دندې او صلاحيتونه، دارالانشا او متفرقه حکمونه پکې شامل دي، تدوين شوی دی .
وروسته د ماليې وزير د پانګې اچونې د هڅونې د پاليسۍ طرحه غونډې ته وړاندې کړه او څرګنده يې کړه چې دغه سند په ٢٠١٣او ٢٠١٤ کلونوکې په بيلابيلو سکتورونوکې د پانګې اچونې لپاره د پانګې اچونې د جلب اوجذب او د پانګې د تيښتېد مخنيوي، د کار د فرصت او د اعتماد د فضا د برابرولو، د هيوادوالو د انديښنې دکمښت او د عامه سوکالۍ په مقصد د پانګې اچونې لپاره د مشخصو اسانتياوو د برابرولو په مقصد جوړ شوی دی .
په دې طرحه کې د صنعت، ساختماني، کرنې، د صادراتو د پرمختيا او دکانونو د سکتورونو
په ګډون د پنځو مهمو برخو په باب تمرکز شوی دی او د هغې د لازياتې پرمختي په لاره کې مشخص تشويقي اقدامات پيشنهاد شوي دي .
اقتصادي عالي شورا د انتقال په دوره کې د پانګې اچونې د هڅونې د پاليسۍطرحه له هراړخيز غور او خبرو وروسته په اصولو کې تاييد کړه او د ماليې وزير يې موظف کړ چې دغه طرحه دې د دارالانشا د غړو په همکارۍ د غونډې په يادونې سره سمه تصحيح او بشپړه کړي او موافقه شوې طرحه دې د روان کال د کب د مياشتې په ديارلسمه نيټه د يکشنبې په ورځ د اقتصادي عالي شورا فوق العاده غونډې ته وړاندې کړي .


ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement