پوسټ کوډ ۵۷۶۸۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۷ کب ۱۳۹۱ ۱۶:۳۴

د ځوانو سوداګرو په نوم یوه نوې ټولنه پرانیستل شوه

د افغانستان د سودا?ر? او صنايعو خونه وايي، چ? په د? هيواد ک? سودا?ر په ?ان??ي ?ول ?وانان له سودا?ريزو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د دوشنبې په ورځ د ځوانو سوداګرو په نوم یوه نوې ټولنه پرانیسته.
دغه ټولنه چې غړي یې ځوانان دي، تر ډیره به په افغانستان کې دننه او له هیواده بهر د افغان ځوانانو سوداګریزي ستونزي څېړي او د حل پر لارو به یې کار کوي.
د نورو سوداګریزو ستونزو د څېړلو تر څنګ به د ځوانو سوداګرو ټولنه تر ډیره د ځوانو سوداګرو ستونزې څیړي او د حل پر لارو چارو به یې غور کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، چې په دې هیواد کې سوداګر په ځانګړي ډول ځوانان له سوداګریزو ستونزو سره مخ دي.
د کابل د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرايوي مشر رحیم الله حمید وايي؛ چې د دې ټولني د جوړولو هدف د ځوانو سوداګرو د ستونزو څېړل دي.
"د ټولنې هدف دا دی، چې ځوانان په خپله پانګونه وکړي، موږ یې ملاتړ کوو.

هیله لرو، هغه ستونزې چې په افغانستان کې او په بهر کې له هیواد د دوی د سوداګریزو چارو خنډ دي حل کړي."

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement