پوسټ کوډ ۵۷۶۶۹
نیټه خپرول: سه شنبه ۸ کب ۱۳۹۱ ۱۰:۰۲

د لوړو زده کړو وزارت وايي چې ظرفیتونه یې مخ په لوړېدو دي

مو? به په نوي کال ک? ?? نوي پوهن?ي ولرو او ??? نور? ?ان??. مو? اوس مهال د لو?و زده ک?و ?? خصوصي موسس? لرو او ه?ه کوو، چ? په راتلونک? ک? مو د جذب ظرفيت نور هم لو? شي

د لوړو زده کړو وزارت وايي، تعلیمي پروګرامونه يې ښه پرمخ ځي او د دې وزارت ظرفیتونه مخ په لوړېدو دي.
د لوړو زده کړو د وزارت ویاند عبد العظیم نوربخش ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د دېرشو نویو پوهنځیو جوړول او په مختلفو پوهنتونو کې د ۱۳۰ نویو څانګو پرانستل د دې وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

"موږ به په نوي کال کې ۲۸ نوي پوهنځي ولرو او ۱۲۸ نورې څانګې. موږ اوس مهال د لوړو زده کړو ۷۰ خصوصي موسسې لرو او هڅه کوو، چې په راتلونکې کې مو د جذب ظرفیت نور هم لوړ شي."
اخوا بیا د پراون د پوهنتون استاد خلیل الله صافی وايي؛ د لوړو زده کړو په برخه کې پرمختګونه شوي خو اکثره يې د رضایت وړ نه دي.
د نوموړي په وینا د دولسم ټولګي د فارغانو شمیر زیات او د لوړو زده کړو د وزارت د جذب اندازه او ظرفیت ټیټ دي.
په عین حال کې د لوړو زده کړو یو زیات شمیر محصلان په خصوصي تعلیمي موسسو کې د فیسونو د لوړوالي او تدریسي نظام او کیفیت له ټیټوالي شکایت کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement