پوسټ کوډ ۵۷۶۵۵
نیټه خپرول: پنج شنبه ۳ کب ۱۳۹۱ ۲۰:۲۵

په کندز پولیسو د طالبانو د یوه سرګروپ په شمول د هغوي څلور تنه وژلي

د پوليسو د چ?ک غبر?ون د قطع? له خوا دا عمليات د کندز په خواجه غلطان سيمه ک? د کندز د مرکز لپاره د طالبانو د محلي شورا د رييس ملا عبدالولي د نيولو په خاطر ترسره شول.

د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي، پولیسو بیګاه شپه په خپلو عملیاتو کې د طالبانو د یوه سرګروپ په شمول د هغوي څلور تنه وژلي دي.

د کندز ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سیدسرور حسیني ازادي راډیو ته وویل، د پولیسو د چټک غبرګون د قطعې له خوا دا عملیات د کندز په خواجه غلطان سیمه کې د کندز د مرکز لپاره د طالبانو د محلي شورا د رییس ملا عبدالولي د نیولو په خاطر ترسره شول.
د ښاغلي حسیني په خبره په دغو عملیاتو کې د ملاعبدالولي په شمول څلور طالبان له پولیسو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي او درې نور هم ژوندي نیول شوي دي.
ښاغلي حسیني تایید کړه، چې په نښته کې دوه پولیس هم وژل شوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement