پوسټ کوډ 57479
نیټه خپرول: دوشنبه 30 سلواغه 139109:42

د ملي امنیت شورا غونډې د هېواد امنیتي حالت وڅیړلو

د ملي امنيت شورا د کورنيو چارو وزارت تشکيلاتو ته د بيا کتن? او مسلکي ک?دلو په ا?وند مسل? ت

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا
غونډې د کنړ ولایت د شیګل په ولسوالۍ کې د بمبارۍ او ملکي وګړو د تلفاتو موضوع او د هېواد امنیتي حالت وڅیړلو.
د ملي امنیت شورا د هېواد امنیتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د ټولو هغو ډلو او وسله والو قطعاتو د عملیاتو مخه ونیسي چې د افغانستان د وسله وال پوځ له تشکیل څخه د باندې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ایتلافي ځواکونو لخوا رامنځته شوي دي.
غونډې پریکړه وکړه چې د جمهوري ریاست د مقام د لارښوونې له مخې دې په همدې
موخه یو پلاوی و ګمارل شي او له ایتلافي ځواکونو څخه دې و غوښتل شي چې دغه ټول
قطعات دې د افغانستان په امنیتي بنسټونوکې مدغم کړي.
همدا راز په دغه غونډه کې د کورنیو چارو وزیر لوی پاسوال غلام مجتبی پتنګ د جمهوري ریاست د مقام د ۶۲ او ۴۵ ګڼو فرمانونو د تطبیق په موخه د خصوصي امنیتي کمپنیو او د کابل ـ هرات په لویه لارکې د غیر مسوولو وسله والو ډلو د بې وسلې کولو په اړه د ملي امنیت شورا غونډې ته رپوټ وړاندې کړ.
د ملي امنیت شورا د رپوټ له اوریدو وروسته د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د ملي دفاع وزارت په ملاتړ دې د خصوصي امنیتي شرکتونو او د غیر مسوولو وسله والو ډلو د بې وسلې کولو بهیر ته دې د هېواد په کچه دوام ورکړي او د هېواد ټولې لویې لارې او ولسوالۍ دې د غیر مسوولو وسله والو افراد له شتون څخه پاکې کړي.
غونډې پرون یو ځل بیا د کام ایر پر هوایي شرکت باندې د امریکایي ځواکونو لخوا د لګول شوي تور موضوع تربحث لاندې ونیوله، پریکړه وشوه چې که د دغه شرکت پر خلاف د لګول شوي تور د اثبات لپاره له امریکایي ځواکونو سره هر ډول اسناد موجود وي، باید د امریکا د سفارت له لارې په کتبي ډول د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او له دغې لارې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ته تسلیم شي ترڅو د افغانستان لویې څارنوالۍ ته وسپارل شي.
بیا، د هېواد د کورنیو چارو وزیر د دغه وزارت تشکیلاتو ته د بیا کتنې او مسلکي کولو په اړه غونډې ته رپوټ وړاندې کړ. د ملي امنیت شورا د کورنیو چارو وزارت تشکیلاتو ته د بیا کتنې او مسلکي کېدلو په اړوند مسلې تائید او لارښوونه یې وکړه چې د هغو د تطبیق بهیر دې د هېواد د امنیتي اړتیاوو له مخې ترسره شي. همدا راز د ملي دفاع وزارت ته لارښوونه وشوه چې د هېواد د امنیتي او دفاعي مقتضیاتو په پام کې نیولو سره دې د ملي دفاع وزارت تشکیلاتو ته بیا کتنه وکړي او د هغو د مسلکي کېدلو په لاره کې دې په اقدام لاس پورې کړي. غونډې همدا راز د کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د کابل ولایت د اوسیدونکو د ډاډمن امنیت او خوندیتوب په برخه کې دې ځانګړي تدبیرونه ونیسي او د هغو کوڅه ډبو او بې بندو بارو افرادو د اعمالو مخه دې ونیسي چې زموږ د هېوادوالو د ځورونې سبب کیږي .







ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement