پوسټ کوډ ۵۷۴۲۳
نیټه خپرول: سه شنبه ۱ کب ۱۳۹۱ ۲۰:۲۱

د هند، افغانستان او امریکا په درې اړخیزه غونډه کې پر افغانستان سلامشوره وشوه

په د? غون?ه ک? به د افغانستان د حالاتو پر ?ولو ا?خونو، په ت?ره بيا تر راتلونکي کال پوري له دغه هيواده د ?? زره امريکايي پو?يانو د وتلو د اعلان پر اغ?زو خبر? وشو?.

تاند- د افغانستان، هندوستان او امریکا د جګپوړو دیپلوماتانو دوهمه غونډه نن په نوي دیلي کې جوړه شوه او په تر: کې یې د سیاسي – امنیتي مسایلو ترڅنګ پر سیمه ییزې سوداګرۍ او پانګونې هم خبرې وشوې.

درو خواوو په افغانستان کې د سولې، امنیت او پرمختګ د هدف لپاره په خپل منځ کې د درې اړخیزو غونډو پر دوام موافقه وکړه.
د هند، افغانستان او امریکا لومړنۍ درې اړخیزه غونډه د تېر کال په سپټمبر کې په متحدو ایالتونو کې دایره شوې وه او په لړ کې یې د افغانستان پر حالاتو له هر اړخه خبرې شوې وې.
د افغانستان له لوري د باندنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین، د هند د بهرنیو چارو وزارت دوه جګپوړي چارواکي یو. کې. شینا او ویکرم کومار دورایسوامي او د متحدو ایالتونو په بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي او منځنۍ اسیا مرستیال رابرت بېلک په خبرو کې د خپلو هیوادونو استازیتوب کاوه.
په دې غونډه کې به د افغانستان د حالاتو پر ټولو اړخونو، په تېره بیا تر راتلونکي کال پوري له دغه هیواده د ۳۴ زره امریکايي پوځیانو د وتلو د اعلان پر اغېزو خبرې وشوې.
د درو هیوادونو چارواکو له ترهګرۍ، افراطیت او تشدد سره د مبارزې او په سیمه کې د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتېدا په شمول د همکاریو د پراختیا پر لارو چارو او دغه راز پر ګډو ستونزو او فرصتونو سلامشورې وکړې.
د درو هیوادونو د بهرنیو چارو مرستیالانو د خپلو خبرو په پای کې د هند د بهرنیو چارو د دولت له وزیر رانجان متهايي سره وکتل.
پرون تر غونډې مخکې د هند د حکومت سرچینو ټایمز اف انډیا ته ویلي و چې هندي چارواکي لا هم د دیوید کامرون په کور کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو د وروستیو خبرو پر جزییاتو غور کوي.

ویل شوي و چې هندي چارواکي د لندن د درې اړخیزې غونډې او په هغې کې د شویو پرېکړو له درکه اندېښمن دي.

هند له افغانستان سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی او په تېژرو یوولس کلونو کې یې له افغانستان سره د څه باندې دوه زره ملیون ډالرو مرسته کړې او زرګونو افغان محصلانو ته یې په خپلو پوهنتونو کې د زده کړې لپاره سکالرشیپونه ورکړي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement