پوسټ کوډ ۵۷۳۵۳
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۹ سلواغه ۱۳۹۱ ۱۲:۲۰

د زندانیانو شکنجه کوونکي دې تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي

د ولسمشر کرزي دا دولس ماده ييز فرمان پرون (شنب?) د چارو د ادار?

ولسمشر حامد کرزي د هغه هییت د وړاندیزونو د عملي کولو لپاره یو فرمان ورکړی چې په دې ورستیو کې یې د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې او له بندیانو سره د ناوړه چلن په اړه څیړنه کړې وه.

د ولسمشر کرزي د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د افغانستان لویې څارنوالۍ ته دنده سپارل شوې ده؛ څو هغه کسان تر عدلي تعقیب لاندې راولي؛ چې له زندانیانو سره په ناوړه چلن یا د دوی په شکنجه کولو کې لاس لري.

وړاندې ویل شوي، دا کار باید په دې خاطر ترسره شي، چې په راتلونکې کې هیڅ تورن کس شکنجه نه شي او پرته له موجبه په سزا محکوم نه شي.

د ولسمشر کرزي دا دولس ماده ییز فرمان پرون (شنبې) د چارو د ادارې او د وزیرانو د شورا د دارلانشا له خوا د رسنیو ته ورکړل شوی دی.

د دې ادارې ویاند رفع فردوس له ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي؛ هیله مند دی، چې د دې فرمان په عملي کېدو سره به د افغانستان په زندانونو کې وضیعت بهتر شي.

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر دولس ماده يي فرمان صادر کړ او بیلابیلو حکومتي ادارو ته یې امر کړی دی؛ چې په دې برخه کې لازم اجرات وکړي.

همدارنګه د یو شمیر کسانو له خوا چې په زندانونو کې شکنجه او بد چلند ترسر کیږي، هغوی سره دې قانوني چلن وشي. هیله مند یوو چې ددې فرمان په عملي کیدو سره به د زندانونو وضیعت بهتره شي."

د ولسمشر حامد کرزي په دې فرمان کې له ټولو حکومتي ادارو غوښتل شوي دي؛ چې د تورونو کسانو دوسیې په قانونې موده کې دننه بشپړې او لویې څارنوالۍ ته یې وسپاري.

د فرمان په یو بله برخه کې راغلي دي، د اساسي قانون سره سم د انسان شکنجه منع ده او د کورنیو چارو د وزارت، ملي امنیت او لویې څارنوالۍ د تحقیق او کشف ادارې موظفې دي؛ چې د حقایقو د موندلو لپاره تورن کسان شکنجه نه کړي.

دې ادارو ته دنده ورکړل شوې ده، څو عصري وسایل او تجهیزات خپلو پلټونکي او کشفي څانګو ته برابر کړي؛ چې د جرم په اثبات او معلومولو کې ترې کار واخیستل شي.

همدارنګه د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست موظف شوي دي؛ چې په زندانونو او توقیف ځایونو کې د بندي کسانو لپاره دا شرایط برابر کړي؛ چې هغوی د ځان لپاره مدافع وکیل ونیولی شی.

ولسمشر کرزي دا فرمان د حقیقت موندنې د یو هیات د وړاندیزونو په ځواب کې صادر کړی؛ چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو سره د ناوړه چلن او شکنجې په اړه څیړنې ترسره کړې وې او تر څیړنې وروسته یې د شکنجې د موجودیت د تایید تر څنګ ولسمشر کرزي ته د دې لړۍ د مخنیوي لپاره یو لړ سپارښتنې کړې وې.

دې هیات چې د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې په اړه د ملګرو ملتونو د یو راپور ته خپریدو وروسته ټاکل شوې و؛ له دوه سوه اته څلوېښت بندیانو سره مرکې کړې وې؛ چې وايي، یو سلو اته څلوېښت بندیانو ورته ویلي، چې شکنجه شوي او ناوړه چلند ورسره شوی دی.

د دې هیات مشر عبدالقادر عدالتخوا یوه اونۍ مخکې د خپلو څیړنو د نتایجو د اعلان پرمهال حکومت ته په زندانونو کې د شکنجې د مخنیوي لپاره یو لړ وړاندیزونه هم وکړل.

په دې وړاندیزونو کې یوه هم دا و، چې باید هغه کسان تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي، چې له زندانیانو سره یې ناسم چلنړ کړی او یا یې کوي.

د زندانیانو روغتیايي وضیعت ته پاملرنه او پر وخت د دوی د دوسیو څیړل د دې هیات نور وړاندیزونه وو.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement