پوسټ کوډ ۵۷۳۱۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۵ سلواغه ۱۳۹۱ ۱۴:۳۸

د کونړ په شیګل کې د نړېوالو ځواکونو په بمباری کې د وسلوالو ترڅنګ ملکیان هم زیانمن شوي

د ?اغلي وحيدي په وينا په د? عملياتو ک? له دوي سره هي? ?ول هم اهن?

په کونړ کې چارواکي وایي، چې د شیګل ولسوالۍ په چوګام سیمه کې تیره شپه نړېوالو ځواکونو بمباري کړې او د وسله والو تر څنګ یې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
د کونړ والي فضل الله وحیدي نن آزادۍ راډيو ته وویل چې، پدې بمباری کې څلور وسله وال، پنځه ماشومان، څلور ښځې او یو سړی وژل شوي او څلور ماشومان هم ټپان دي.
د ښاغلي وحیدي په وینا په دې عملیاتو کې له دوي سره هیڅ ډول هم اهنګي نه وه شوې او په دې پيښه کې د ملکیانو پر وژنه یې اندیښنه وښودله.
اخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې حمله کې یوازې د دوي دوه کسه وژل شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement