پوسټ کوډ ۵۷۱۴۷
نیټه خپرول: شنبه ۲۱ سلواغه ۱۳۹۱ ۱۳:۴۰

لغمان: د یوه کور د رالوېدو په پېښه کې پنځه تنه مړه شوي دي

ت?ره شپه دولس نيم? بج? د مرکز ا?وند د تير??و په سيمه ک? يو کور چ? د تيرو اور?تونو له امله نمجن شوي .

په لغمان کې د یوه کور د رالویدو له امله د یوې کورنۍ پینځه تنه مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته ویلي، چې تېره شپه دولس نیمې بجې د مرکز اړوند د تیرګړو په سیمه کې یو کور چې د تیرو اورښتونو له امله نمجن شوی و رالویدلی چې په کې د دوو پیغلو او دوو تنکیو ځوانانو په کډون د یوې کورنۍ پینځه غړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
″په دغه پېښه کې دوه اته کلن اودولس کلن هلکان او یوه اووه کلنه انجلۍ او دوه پیغلې انجونې شهیدانې شوي او دوه نورې میرمنې ټپیانې شوي دي،چې روغتیايي وضعیت يي د ډاډ وړ دی.″
د ځواک په خبره د لغمان والي ډاکټرفضل الله مجددي د بیړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې کمیټې ته سپارښتنه کړې،چې ژر تر ژره دې خپلې مرستې د متضرره کورنۍ پاتې غړو ته ورسوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement