پوسټ کوډ ۵۶۹۰۲
نیټه خپرول: شنبه ۱۴ سلواغه ۱۳۹۱ ۱۵:۴۵

حامدکرزی د درې ورځني رسمي سفر لپاره لندن ته روان شو

په دغ? در? ا?خيز? ناست? ک? به د افغانستان د سول? د بهير په چ?کتيا، د تره?ر? او افراطيت پرخلاف د مبارز? په کارک? د همکاريو په پراختيا او په سيمه ايزو همکاريو پور? ا?وندو مسايلو باند? خبر? وشي.

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزی، نن له غرمې وروسته د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د بریتانیا پلازمېنې لندن ته روان شو.

حامدکرزی به د دغه سفر په لړکې د بریتانیا له صدراعظم دیوید کامرون، د بریتانیا له ولیعهد شهزاده چارلز، د بریتانیا د نړیوالې پراختیا له وزیرې مېرمن جستین ګرنینګ او د دغه هېواد له یو شمېر نور لوړ پوړو چارواکو سره پرکتنو سربیره، د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو په درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي.

په دغې درې اړخیزې ناستې کې به د افغانستان د سولې د بهیر په چټکتیا، د ترهګرۍ
او افراطیت پرخلاف د مبارزې په کارکې د همکاریو په پراختیا او په سیمه ایزو همکاریو پورې اړوندو مسایلو باندې خبرې وشي.

د هېواد له جمهوررئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال شیرمحمد کریمي، له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د کمیسیون مشر ډاکتر اشرف غني احمد زی، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني، په نړیوالو چارو کې د جمهوررئیس سلاکار یحیی معروفي او د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement