پوسټ کوډ ۵۶۸۴۷
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۵ سلواغه ۱۳۹۱ ۱۷:۱۷

پاکستان د دیني عالمانو د کنفرانس د ګډونوالو په اړه د کابل وړاندیز رد کړ

افغانستان وروسته له د? په کنفرانس ک? د پاکستاني ديني عالمانو نومونه و?انديز ک?ل چ? پاکستان له افغان چارواکو وغو?تل چ? کنفرانس نور ونه ?ن?وي.

- راپورونه وايي چې پاکستان د دیني عالمانو په کنفرانس کې د ګډون کوونکو پاکستاني عالمانو لیست رد کړی دی.

د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼې نن لیکلي له اړوندو سرچینو څخه یې مالومات ترلاسه کړي چې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره د افغانستان حکومت داسي پاکستاني عالمان وړاندیز کړي چې د کراچۍ، ملتان او اسلام اباد اوسېدونکي دي.

نیوز وايي چې افغانستان وروسته له دې په کنفرانس کې د پاکستاني دیني عالمانو نومونه وړاندیز کړل چې پاکستان له افغان چارواکو وغوښتل چې کنفرانس نور ونه ځنډوي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د سولې عالي شورا مخکې ویلي و چې پاکستان په مختلفو پلمو کنفرانس ځنډوي.

ټاکل شوې وه چې په سیمه کې د سولې لپاره د دیني عالمانو کنفرانس د جنورۍ تر پای ته رسېدو مخکې په کابل کې جوړ شي.

پاکستان له خپل لوري پنځه دیني عالمان د کابل کنفرانس ته معرفي کړي وو خو د نیوز ورځپاڼې په ادعا د دغو پاکستاني دیني عالمانو نومونه په بهرنیو قدرتونو ښه نه و لکېدلي. نیوز ادعا کوي چې د پاکستان له خوا نومول شوي دیني عالمان تر هغو عالمانو چې افغانستان یې وړاندیز کړی زیات مطرح دي او د افغان طالبانو په اړه مشخص نظرونه لري.

نیوز دا خبر په داسي حال کې خپور کړی چې د افغانستان او پاکستان ولسمشران د بریتانیا له صدراعظم سره خبرې کوي څو پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې زیاتې همکارۍ ته وهڅوي.

نیوز ورځپاڼې په عین حال کې ویلي چې کابل او د هغه لوېدیځ متحدان غواړي چې د دې کنفرانس په جوړولو سره نړۍ ته داسي وښيي چې د افغانانو له غوښتنو سره سم سولې ته زیاته لېوالتیا لري خو د دې په څنګ کې دوی هڅه کوي چې افغان طالبان د سولې له بهیره لېري وساتي.

ورځپاڼه د نامالومو سرچینو له قوله وايي د ملا عمر او د پاکستان د مطرح دیني ګوندونود استازو ترمنځ تېره اوونۍ خبرې شوي دي.

نیوز وايي چې د دوی له مالوماتو سره سم د طالبانو استازو د جماعت اسلامي، جمعیت علمای اسلام(دوو ډلو) او د پاکستان د دیني عالمانو له شورا (کونسل) سره خبرې کړي دي.

نیوز وايي چې په غونډو کې دواړه خواوې موافقې ته رسېدلي چې باید په کنفرانس کې افغان طالبان هم ګډون ولري.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement