پوسټ کوډ ۵۶۵۸۴
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ سلواغه ۱۳۹۱ ۱۲:۰۰

د کاپيسا په تګاب کې په يوه ځانمرګي بريد کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ?انمر?ي بريد کوونکي موخه له سيم? ?خه تيريدونکي د امريکايي ?واکونو کاروان و، خو هغوى تر? روغ وتلي دي.

د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې نن سهار په يوه ځانمرګي بريد کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د تګاب ولسوال عبدالقدوس صافي ازادي راډيو ته وويل، چې دا پېښه نن سهار په شاوخوا اوه بجو د ولسوالۍ د امرو په بازار کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې د ځانمرګي بريد کوونکي موخه له سيمې څخه تيريدونکي د امريکايي ځواکونو کاروان و، خو هغوى ترې روغ وتلي دي.

د نوموړي په وينا، د سراچه موټر په وسيله ترسره شوې دې ځانمرګي بريد کې تر وروستيو معلوماتو پورې له ٢٠ ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ولسوال وويل، چې ملکي وګړو ته په بازار او نږدې کورونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسلوالو طالبانو ددې ځانمرګي بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې بريد کې د امريکايي ځواکونو دوه ټانکونه ويجاړ او ١٢ سرتېري يې وژل شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement