پوسټ کوډ ۵۶۵۸۰
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ سلواغه ۱۳۹۱ ۱۲:۰۰

په افغانستان کې د ناټو د پاتې کیدو پریکړه

د ???? م کال د جنور? مياشت ده او دا مهال په افغانستان ک? شاوخوا ?? زره امريکايي او ?? زره

ناتو او افغان چارواکې باید ډېر ژر پریکړه وکړې، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به په افغانستان کې څه شمېر بهرنې عسکر پاته وي، دوي به څه کوي او موجود ځواکونه به په کوم سرعت له افغانستان څخه ووځي.

د ۲۰۱۳ م کال د جنورۍ میاشت ده او دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۵ زره امریکایي او ۳۲ زره ناتو عسکر دېره دي یعنې شاوخوا یو لک بهرني امنیتي او پوځي جنګیالي د افغان حکومت ملاتړ کوي.

د افغانستان په روانې جګړې کې، چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷ مه پیل شوې، تر اوسه ۳۲۰۰ تنه ناتو عسکر وژل شوې چې په دوي کې له دوه زرو زیات امریکایان دي.

جینز اسلامیک افیرز خپرونه لیکي: که څه هم چې ایساف ژمنه کړې له ۲۰۱۴ م کال وروسته به هم په افغانستان کې په یوه ډول خپل ماموریت ته دوام ورکړي، خو په ایتلاف کې شامل ځیني حکومتونه لیواله دي چې په راتلونکو دوو کلونو کې په افغانستان کې خپل جنګې ماموریت ختم کړي.

د خپرونې په باور، په تېرو وخت کې ناتو ویل، چې له وخته مخکې وتل به یي د افغان ځواکونو په توان پورې اړه ولري، خو دا مهال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د ايساف د غړیو هېوادونو د حکومتونو په سیاسي واقعیتونو ولاړ دي او نیټه یي ورته ټاکلې ده.

له افغانانو سره داسې اندیښنې دي، چې د ناتو له وتلو وروسته به یو ځل بیا ممکن پاکستان او ایران ته په افغانستان کې د قدرت او نفوذ ټينګولو امکان په لاس ورشي.

خپرونه وړاندې لیکي: د امریکا دفاع وزارت دې نتیجې ته رسیدلی چې متحده ایالاتو په ۲۰۰۲ م کال کې د افغانستان لپاره طلایي فرصت له لاسه ورکړ او مخکې له هغې چې په دي هېواد کې کار سرته ورسوې، خپل پام او منابع یي بل لورې ته واړول. له همدې امله و چې طالبانو بیا سر راپورته کړ.

جینز اسلامیک افیرز خپرونه زیاتوي، په ۲۰۱۲ م کال کې له افغانستان څخه د فرانسوي عسکرو له وتلو سره سره، د ناتو نوی شعار دا دی چې: یو ځای ننوځو او یو ځای به وځو.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د وخت جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د عسکرو د استولو پرمهال د ناتو مرسته رد کړې وه او د دې سازمان له چوکاټ بهر یي افغانستان ته ځواکونه استولې وو.

ناتو وروسته د ایساف په چوکاټ کې په افغانستان کې دخیله شوه. ناتو دا مهال له افغانستان څخه د خپلو ستر شمېر عسکرو او مهماتو د ایستلو، د خپل کمپاین د تحرک ساتلو او په افغانستان کې د انتقال ستونزې په مخکې لري.

جینز اسلامیک افیرز خپرونه وړاندي لیکي:

د طالبانو په څېر، پاکستان هم موقع ته ګوري ، له ناتو سره خپله همکاري او مرسته ځنډوي او وخت هم د دوي په ګټه دی.

په دې معنی، په افغانستان کې د لویدیځ د نفوذ په کمیدو سره د پاکستان امتیاز غوښتنې زیاتیږي.

په پاکستان کې د ۲۰۱۳ م کال په انتخاباتو کې ممکن داسي یو حکومت په اسلام آباد کې واکمن شي چې د اوسني حکومت په پرتله به له لویدیځ سره زیات دوست نه وي.

خپرونه لیکي: د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د تړون په اړه پدي وروستیو کې هیلې زیاتې شوې او له څو میاشتو ځنډ وروسته یو ځل بیا طالبانو ته په قطر کې د دفتر د پرانستلو مسله جدي شوه.

دا فتر مهم دی او دا ځکه چې له طالبانو سره مذاکره کوونکې به ډاډمن شي چې د جعلې استازو پرځاي به د طالبانو له واقعې استازو سره خبرې کوې او دغه راز دا ډاډ به هم حاصل شې چې طالبان به له دي دفتر څخه د تبلیغاتې او عملیاتې مرکز کار نه اخلي. 

سرچینه: ازادی رادیو

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement