پوسټ کوډ ۵۶۵۰۴
نیټه خپرول: جمعه ۶ سلواغه ۱۳۹۱ ۱۸:۰۰

د تورخم لویه لاره د بې اسناده مسافرو پر مخ بیا تړل شوې ده

په تورخم ک? يي له پاکستاني چارواکو سره خبر? روان? دي

په تورخم کې د افغان کمیسار معاون سمونیار نثار احمد ازادۍ راډيو ته وویل، چې په تورخم کې پاکستاني چارواکو له نن سهار راهیسې د هغو مسافرو پر مخ دروازه تړلې، چې هغوD پاسپورټ یا نور قانوني اسناد ونه لري.

نوموړی وايي، چې په تورخم کې يي له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي خو له وړاندې د دې موضوع په اړه رسنیو ته څه نشي ویلی.

بل خوا افغان مسافر د پاکستاني چارواکو د دا ډول وخت ناوخته اقدامونو څخه په تنګ راغلي او په خبره يي، چې پاکستان ډيری هغه افغانان ځي، چې یا يي مریض ولري او یا هم د چا خپل او خپلوان په پاکستان کې استوګن دي.

دا ستونزه اوسنۍ نه بلکې له ډير وخت راهیسې روانه ده، چې د تورخم لویه لاره مسافرو پر مخ کله تړلې او کله هم خلاصه وي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement