پوسټ کوډ ۵۶۴۵۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۲ سلواغه ۱۳۹۱ ۱۹:۰۳

په ننګرهار کې یوې چاودنې یو پولیس او پنیځه عام وګړي ټپیان کړل

نن غرمه شاوخوا يوه بجه د جلال اباد ?ار په مجبور اباد سيمه ک? يو? چاودن? پين?ه ملکي و??ي او يو تن پوليس ?پيان ک?ل.

په ننګرهار کې یوې چاودنې یو پولیس او پنیځه عام وګړي ټپیان کړل.

نن غرمه شاوخوا یوه بجه د جلال اباد ښار په مجبور اباد سیمه کې یوې چاودنې پينځه ملکي وګړي او یو تن پولیس ټپیان کړل.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډیو ته وویل، چې د سیمه يیزو خلکو د راپور پر اساس د دوي امنيتي کسان سیمې ته تللي و او غوښتل يي، چې ځای پرځای شوی ماین خنثی کړي.

خو په خبره، چې سیمې ته له نږدې کیدو سره پرې چاودنه شوې.

د سیمې د خلکو په خبره چاودنه دومره زوروره وه، چې د شاوخوا کورونو ښيښې يي هم ماتې کړي دي.

د دې پيښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement