پوسټ کوډ ۵۶۳۴۱
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ سلواغه ۱۳۹۱ ۱۲:۴۲

د هلمند د نادعلي په عملیاتو کې طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په يو? بل? پي?? ک? هغه وسله وال نيول شوي دي چ? د يوه نهه کلن? نجل? په وژن? تورن دي.

د هلمند چارواکي وایي، چې د نادعلي او مارجې ولسوالیو په باري دښته کې د افغان ځواکونو له خوا د تیرې ورځې راهیسې پوځي عملیات دوام لري.

د دې ولایت د والي ویاند ″احمد زیرک″ نن سهار ازادي راډیو ته وویل؛ چې په دې عملیاتو کې ۹ تنه وسله وال وژل شوي خو افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

نوموړی همداراز وايي، چې په یوې بلې پيښې کې هغه وسله وال نیول شوی دی چې د یوه نهه کلنې نجلۍ په وژنې تورن دی.

چارواکي وايي، نیول شوی کس له طالبانو سره اړیکې لري او یوه نجلې یې په ډزو وژلې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement