پوسټ کوډ ۵۶۲۷۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۹ غبرګولی ۱۳۹۲ ۱۲:۳۸

حامد کرزی د قطر د شاهي هېواد پلازمېنې دوحې ته روان شو

د ه?واد جمهوررئيس به د امريکا او اسلامي ن?? په ن?يوال کنفرانس ک? وينا وک?ي او د سيمه ايزو او ن?يوالو مسلو په ا?ه به د افغانستان ليد لوري بيان ک?ي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د امریکا او اسلامي نړۍ په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه، نن غرمه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د قطر د شاهي هېواد پلازمېنې دوحې ته روان شو.
د هېواد جمهوررئیس به د امریکا او اسلامي نړۍ په نړیوال کنفرانس کې وینا وکړي او د سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په اړه به د افغانستان لید لوری بیان کړي.
همدا راز حامدکرزی به په دغه سفر کې د قطر له چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې د بهیر په باب به ورسره خبرې اترې وکړي.

د امریکا او اسلامي نړۍ نړیوال کنفرانس داځل د " یوې لسیزې ډیالوګ " تر عنوان لاندې د امریکا او اسلامي نړۍ ترمنځ د ښو اړیکو د پیاوړتیا د ژمنې د بیا نوي کولو، د افغانستان او پاکستان د بدلونونو د لرلید او پرکورني او سیمه ایز امنیت باندې د هغه د اغیزو د څیړلو په خاطر جوړیږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement