پوسټ کوډ 56258
نیټه خپرول: يکشنبه 2 چنګاښ 139210:21

په پکتيا کې څلور پوليس ټپيان شول

پ??ه د پکتيا امنيتي چارواکي تايدوي، وايي چ? په د? پ??ه ک? د احمدابا ولسوال? در? تنه پوليس او يو د ?ولي قومندان ?پيان شوي دي.

د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د يوې چاودنې له امله څلور پوليس ټپيان شول.
دغه چاودنه تېره ورځ ماذديګر ناوخته هغه مهال رامنځ ته شوه چې پوليس په ښار کې د دوی له قراردادي پمپ څخه موټرو ته د تېلو اچولو په حال کې وو.
د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر حياګل پکتين ازادۍ راډيو ته وويل چې دوی ته يې څلورتنه ټپي شوي پوليس وروړي چې تر تداوی لاندې دي.
خو د روغتون ځينې ډاکټران د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې دوه تنه پوليس يې د ژورو ټپونو له وجې د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندانۍ روغتون انتقال کړي دي.
پېښه د پکتيا امنيتي چارواکي تايدوي، وايي چې په دې پېښه کې د احمدابا ولسوالۍ درې تنه پوليس او يو د ټولي قومندان ټپيان شوي دي.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي چې پېښه د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماين له امله رامنځ ته شوې.

د پېښې مسوليت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخيستی، خو دا ډول ځای پر ځای شوي ماينونه ډېر وخت وسلوال طالبان د افغان امنيتي ځواکونو له پاره ځای پر ځای کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتيا امنيه قومندان په پکتيا کې دا منيتي وضعيت د ښه والي خبره کوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement